د پاکستان حکومت په جلال اباد کې پرخپلې قونسلګرۍ وسله وال بريد په کلکه غندلى او له افغان حکومته يې په دې اړه د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې اووه افغان پوليس مړه او ١٥ کسان ټپيان شول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر همدې ورځ ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو په جلال اباد کې پر قونسلګرۍ بريد په کلکو ټکو غندلى او وايي چې له افغان حکومته يې په دې لړ کې د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه په دې اړه کاږي:
"موږ په جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ بريد کلکو ټکو غندو او له افغان حکومته مو غوښتي چې د پېښې تحقيقات دې وکړي، مجرمين دې يې په سزا ورسوي او د تحقيقاتو تفصيلات دې له موږ سره شريک کړي."
که څه هم په دغه وسله وال کې بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د پاکستان ته د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې يې د قونسلګرۍ ډيپلوماتان خوندي دي، يواځې يو تن د شيشې د ماتېدلو له امله معمولي ټپي شوى دى.
پاکستان وايي چې له افغان حکومته يې همدا راز غوښتي چې په دې هېواد کې دې د پاکستاني ډيپلوماتانو خونديتوب يقيني کړي.
له بلې خوا د پاکستان صدراعظم نواز شريف او افغان ولسمشر محمد اشرفترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن بللى او د تل لپاره يې د له منځه وړلو په غرض د ګډې همکارۍ خبره کړې ده.
د صدراعظم نوازشريف له دفتره د خپور شوي بيان له مخې، دا خبره د ښاغلي شريف افغان ولسمشر سره په ټليفوني خبرو کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ تر بريد وروسته صدراعظم شريف ته ټليفون وکړ او د بريد په اړه يې معلومات ورکړل.
د صدراعظم شريف له دفتره په خپور شوي بيان کې راغلي، افغان ولسمشر صدراعظم شريف ته ډاډ ورکړى چې په افغانستان کې به د پاکستان د ډيپلوماټيکو ودانيو د خونديتوب لپاره نور جدي اقدامات هم وشي.
ښاغلي شريف د افغان ولسمشر په ځواب کې له هغه مننه او د جلال اباد په بريد کې د وژل شوېو افغان امنيتي ځواکونو د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړې او همدا راز يې د تل لپاره د ترهګرۍ د ريښو اېستلو په غرض د ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې په جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ د بريد مسووليت داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى.
راپور: ذبيح مومند