د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

شینواری: د اپټا په تړون کې باید بدولونونه راوستل شي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې دوی په "اپټا" تړون کې د تعدیلاتو د راوستلو په هدف خپلې غوښتنې رسماً د پاکستان له حکومت سره شریکې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ مخکې له دې چې اپټا تړون وغځیږي باید په ځينو موادو کې یې بدولونو نه راوستل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو همکاریو د نهمې غونډې پر مهال وویل؛ تمه ده چې په دې تړون کې د تعدیلاتو د څرنګوالي په اړه په راتلونکي میلادي میاشت کې په کابل کې یوه غونډه وشي.

ښاغلي شینواري وویل چې افغان حکومت په اپټا تړون کې د تعدیلاتو د راوستلو لپاره خپلې غوښتنې رسماً د پاکستان حکومت ته سپارلي او هڅه کوي چې په دې اړه د حل لارې چارې پیدا کړي:

"موږ غواړو چې په دې کې تعدیلات راشي او ترهغې پورې چې هغه تعدیلات نهایي کېږي اوسنی اپټا باید پرځای اوسي ترڅو موږ ټرانزیټي ستونزې ونه لرو؛ دا مسئله ده چې موږ د پاکستان حکومت نه رسماً غوښتنه کړې چې د فبروري په میاشت کې په کابل کې موږه لومړۍ جلسه ولرو او د اپټا پنځمه جلسه ولرو ترڅو په دغو تعدیلاتو باندې خبرې وکړو او وکولی شو هغه ستونزې چې موږ په پنځو کلونو کې درلودلې هغې ته د حل لاره پیدا کړو."

د اپټا ټرانزیټي او سوداګریز قرارداد په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو کوم چې اوس یې موده پای ته رسېدلې ده.

د دې تړون له مخې پاکستان ته امتیاز ورکړل شوی چې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا سره سوداګري وکړي؛ په همدې تړون کې افغانستان ته اجازه ورکړل شو چې خپل سوداګریز مالونه د واګې بندر له لارې هند ته انتقال کړي؛ خو اوس افغانستان اجازه نه لري چې خپل سوداګريز مالونه په مستقیه توګه هند ته ولېږدوي.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډ پلاوي مشر وايي؛ دواړه هېوادونه باید د شوو سوداګریزو تفاهم لیکونو د تطبیق لپاره جدي عملي وکړي.

ذبیر موتي والا چې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو همکاریو په کنفرانس کې حضور درلود وویل چې د دواړو هېوادونو چارواکي باید د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي:

"هغه څخه چې موږ پرېکړه کوو په هغه کې هېڅ ستونزه نه وي او نه هم په هغه کې اختلاف لرو؛ ستونزې چې موجودې دي هغه د تفاهم د تطبیق په برخه کې دی؛ که چېرې تفاهم ترسره کېږي د تطبیق مسوولیت یې زموږ او یا د ګډ پلاوی پرغاړه نه دی بلکې مسوولیت یې د حکومتونو په غاړه دی که چېرې حکومتونه د تطبیق په برخه کې جدي وای اوس به هېڅ ستونزه موجوده نه وه."

د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکیچنو اړیکو د دواړو هېوادونو په سوداګریزو چاروهم اثر کړی.

د دوی په باور د پاکستان له لوري د افغانستان د صادارتو بندېدل کېدای شي چې افغانستان ته لوی اقتصادي ټکان ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG