د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ابراهیمي: حکومت باید د سولې په برخه کې مسوولانه عمل وکړي


د افغانستان ولسي جرګه د سولې خبرو د پیلېدو لپاره د اسلام اباد له څلور اړخیزه غونډې هر کلی کوي او وايي چې افغان حکومت باید د دې پروسې په وړاندې مسولانه عمل وکړي.

د اسلام اباد د څلور اړخیزه غونډې ژمنې چې د سولې پروسې د بیا پیلېدو لپاره یوه لار بلل شوي د افغانستان د ولسي جرګې خوشبینۍ هم راټوکولي دي.

د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له دې سره چې د اسلام اباد؛ بیجنګ او واشنګټن ژمنو د طالبانو سره د سولې خبرو پیلېدو ته هیله مند کړ؛ خو ټینګار کوي چې د دې خبرو اترو طرحه باید په منظمه توګه له دغې جرګې سره شریکه شي.

ښاغلي ابراهیمي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وکړي او ویې ویل چې دا ډول ناستې باید په هېواد کې د تل پاتې سولې لامل شي:

"د حکومت له مکلفیتونو څخه ده چې د سولې د پروسې په اړه مسوولانه کړنې وکړي؛ له پیله بیا تر اخیره چې په دې برخه کې کومې خبرې اترې کېږي باید خلک په تېره بیا په ملي شورا کې د خلکو استازي په جریان کې وي؛ د دې پروسې د پیلېدو سره موږ هیله مند یو چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې شاهدان وو."

له دې یوه ورځ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال چې د افغانستان په استازیتوب یې په څلور اړخیزه دغې غونډه کې ګډون کړی و؛ ویلي چې افغانان به تر دوه راتلونکو میاشتو د سولې په تړاو د پرمختګ او بدلون شاهدان وي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي داسې وخت وروستیو ژمنو ته هیله مند شوي چې له دې وړاندې د صدراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو سالاکار سرتاج عزیز ویلي چې حکومت یې په طالبانو کنټرول نه لري او دواړه ډلې باید د سولې د خبرو لپاره وار دمخه شرطونه وضع نه کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر غني په ټولو ملي مسایلو او هر غټ اقدام کې د خلکو استازي په جریان کې پرېښودلي او په مشوره دا کار مخ ته بیايي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو لپاره د هر ګام له اخیستو هر کلی کوي.

"افغان حکومت له هر هغه ګام څخه هر کلی او ورته هڅې کوي چې د تاوتریخوالي د کمیدو سبب ګرځي؛ جمهور رییس په ټولو ملي مسایلو کې د سولې د پروسې په شمول د ټولنې د ټولو قشرونو او د ملي شورا د غړو په شمول مشوره کړي او د سولې پروسه هم یو له دې ګامونو څخه ده."

ټاکل شوې چې د څلور اړخیزه دې غونډې دویمه ناسته د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه په کابل کې تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د سولې د لارې د نقشې په ډول د کابل، اسلام اباد، واشنګټن او بیجنګ تر منځ خبرې کېږي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه خپل نظر نه دی ښکاره کړی؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې ډلې ډیر جنګیالي له تاوتریخوالي ستړي شوي او دا ډول ناستې د سولې پروسې د مخامخ خبرو بیا پیل دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG