د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د ټولنیزو رسنیو کمیسیون خپل فعالیت پیل کړ


که څه هم افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي چې اوس هم د مسلکي کارونو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د ټولینزو رسنیو نوی فعال شوی کمیسیون وايي؛ هڅې به تیزې کړي چې د خپرونو اړوند ټولو مسلکي ستونزو او

نیمګړتیاوو ته رسېده ګي وکړي او د خپرونو محتویات د ټولنې په ګټه وڅرخوي.

د ټولنیزو رسنیو د کمېسیون رییس خپلواک صافي د چهارشبنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د دې کمېسیون کرنلاړه؛ دندې او تشکیلات بیان کړل.

ښاغلي صافي وویل، هڅې به وکړي چې د ژورنالیستانو او د رسنیو هغه ستونزې چې تراوسه ناحله پاتې دي؛ وڅېړي او اوارۍ ته یې، د حکومت د اړوندو ارګانونو په مرسته لارې چارې ومومي:

"د دې کمیسیون یوه دنده دا ده چې د ژورنالیستانو هرډول مسلکي ستونزې وڅېړي او له حقونو یې دفاع وکړي؛ همدارنګه به د رسنیو د مسوولینو او کارکوونکو نظریات واوري او د رسنیو محتویات به لا سودمن کړي."

د کمیسیون د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا کمیسیون اوه غړي لري چې د مختلفو مدني او د ژورنالیستانو د ټولنو په مشورو ټاکل شوي دي.

مسوولینو د یاد کمېسیون کړنلاره چې په پنځو فصلونو کې ترتیب شوې؛ هم بیان کړه.

د کمېسیون په کرنلاره کې راغلي چې په هېواد کې به د رسنیو د مالي منابعو څرنګوالی هم وڅېړي.

د ټولنیزو رسنیو کمیسیون په داسې حال کې د کار پیلول اعلانوي چې پخوا تردې هم یو شمېر ټولنو د رسنیو د خپرونو د معیاري کولو او د خبریالانو د ستونزو د حل په مقصد ورته فعالیتونه پیل کړي دي.

د خپرونو کارکوونکي وايي، تراوسه هم په د دو ې د ستونزو حل ته لازم کارونه نه دي شوي.

افغان خبریال نسیم لالهاند له ازادي رادیو سره په خبرو کې هیله وښوده دغه کمیسیون په خپلو چارو کې جدي واوسي:

"له څو کلونو راهیسې داسې ګڼو کمېسیونونو د ژورنالیستانو د ستونزو د حل غږ پورته کړی؛ خو د خبریالانو ستونزې یې نه دي حل کړي؛ له دې کمیسیون څخه هیله ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي؛ خو د خبریالانو له حقونو څخه دفاع شوي وي."

افغان چارواکي وايي، له وروستیو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې په هېواد کې د رسینو پراختیا او فعالیتونه بې ساري دي؛ خو د ازادو رسنیو ټولنې وايي چې په دې موده کې د رسنیو ګڼ کارکوونکي د چارو پرمهال نه یوازې دا چې له ستونزو سره مخ شوي؛ بلکې وهل شوي ټکل شوي، بندیان شوي او حتې وژل شوي هم دي.

د ټولنیزو رسنیو کمیسیون وايي، د دغو ټولو ستونزو پروړاندې به په دقت سره عمل وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG