د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

سادات: په بلخ کې د هند پر قونسلګرۍ د حملې تر شا د پاکستان لاس دی


د بلخ امنیې قوماندان سید کمال سادات
د بلخ امنیې قوماندان سید کمال سادات

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ د تېرې اونۍ حمله د پاکستان د پوځ تروریستي عمل بولي.

پاکستاني پوځیانو په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ حمله ترسره کړې ده؛ د بلخ امنیتي چارواکي د دې مطلب په بیان سره وايي چې د دو ی تازه څېړنې او کشفي معلومات دا ښيي چې د هند پر قونسلګرۍ د حملې تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی.

د بلخ امنیې قوماندان سید کمال سادات وايي چې د دوی تازه معلومات او تر لاسه شوي لاسوندونه دا ثابتوي چې په مزارشریف کې د هندوستان پر قونسلګرۍ پاکستاني پوځیانو برید ترسره کړی دی.

ښاغلي سادات وویل چې د حمله کوونکو مقاومت او مسلکي چلند هم دا په ډاګه کړه چې په ریښتیا سره دوی د پاکستان د پوځ غړي وو چې د ډېرو نظامي زده کړو او مهارتونو د تر لاسه کولو وروسته د یادې حملې په مقصد افغانستان ته راستول شوي وو.

سید کمال سادات د هند پر قونسلګرۍ د وسله والو بریدګرو د هویت په اړه داسې وویل:

"موږ ته دا په ډاګه شوه چې یادو کسانو د پاکستان د پوځ له خوا ډېرې زده کړې او مهارتونه تر لاسه کړي وو او دوی د پاکستان پوځیان وو؛ ۹۹ فیصده لاسوندونه او شواهد هم دا ثابتوي."

تر دې دمخه هندي چارواکو ویلي وو چې د هندوستان په پټانکوټ کې د هندي ځواکونو پر پوځي اډه برید او په مزارشریف کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ برید له یو بل سره تړاو لري او دا حملې یې د دهلي او کابل د ګډ دښمن تروریستي فعالیت ګنلی دی.

باید یاده شي چې په پټانکوټ کې د هندي پوځیانو پر اډه د برید مسوولیت په کشمیر کې دېره د جیش محمد تروریستي ډلې پر غاړه اخیستی دی؛ خو تر دمه په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ د برید پړه د افغان دولت هېڅ یوې مخالفې وسله والې ډلې نه ده منلې.

د هند پر قونسلګرۍ د برید له سیمې څخه تر لاسه شوي شواهد دا ښايي چې ګواکې دا حمله د افضل ګورو د انتقام په منظور چې په کشمیر کې د جیش محمد تروریستې ډلې یو مهم غړی و؛ ترسره شوې وي.

افضل ګورو په ۲۰۰۱ کال کې د هند پر پارلمان د برید په تور ونیول شو او په ۲۰۱۳ کال کې د دې هېواد د دولت له لوري اعدام شو.

امنیتي چارواکي له دې سره چې په مزارشریف کې هند پر قونسلګرۍ حمله د پاکستاني پوځیانو کار بولي؛ خو زیاتوي چې دننه په کور هم ځینو کړیو ورته د دغې برید زمینه برابره کړې وه او د دوی استخبارتي ډلې په هڅه کې دي چې ډېر ژر یې ونیستي.

په داسې حال کې دا په ډاګه شوه چې د هند پر قونسلګرۍ وسله واله حمله د پاکستان له خوا ترسره شوې چې په تازه ګۍ سره افغانستان ته د سولې د راوستو په منظور د چین، پاکستان، امریکا او افغانستان ترمنځ په اسلام آباد کې یوه څلور اړخېزه ناسته جوړه شوه.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG