د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

دانش: د کورنیو تولیداتو ۱۲پراختیایي پروګرامونه په بشپړېدو دي


افغان چارواکي وايي چې د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د تقویې او هڅونې په هدف له ټولو امکاناتو کار اخلي.

د جمهور ریس دویم مرستیال سرور دانش د سې شنبې په ورځ د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په غونډه کې وویل چې حکومت په دې برخه کې د نوېو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې کوي.

د افغانستان د اقتصاد وزرات وايي چې خصوصي سکتور د هېواد په بساینه کې مهم رول لري او باید د عامه سکتور په څير ورته پاملرنه وشي.

افغان چارواکي د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په دغه هېواد کې د خصوصي سکتور پرمختګ او د داخلي تولیداتو څخه استفاده مهمه ګڼي وايي چې دې کار ته ډېره پاملرنه کوي.

د جمهور ریس دویم مرستیال سروردانش د سې شنبې په ورځ د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په یوه غونډه کې وویل چې په دې برخه کې د پرمختګ لپاره افغان حکومت د ۱۲ پراختیایي پروګرامونه وروستي کېدو ته نږدې شوی دی.

ښاغلی دانش وايي چې د خصوصي سکتورونو د ودې لپاره به له ټولو اړونده ادارو وغواړي چې اداري او قانوني کارونه ساده او ګړندي کړي:

"د اصلاحاتو د پلي کېدو او د لازم اقتصادي تحرک پیدا کېدو لپاره په بېلابېلو برخو کې د فساد سره جدي مبارزه د پرمختګ په حال کې ده. په تړونونو کې د سهولتونو د رامنځته کېدو او کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره په دې وروستیو کې د تدارکاتو قانون اصلاح او تعدیل شوی دی چې د چټکتیا ترڅنګ یې روڼتیا هم رامنځته کړې ده."

نوموړی وايي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ او کورنیو تولیداتو ته د پاملرنې لپاره د اقتصاد عالي شورا جوړه شوې او د دغو ټولو هڅو هدف هېواد د بساینې په لوري بیول دي.

د افغانستان د اساسي قانونو له مخې دولت مکلف دی چې په هېواد کې خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ وهڅوي، ملاتړ یې وکړي او مصونیت یې تضمین کړي.

بل خوا د تدارکاتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان ډیرۍ تدارکات د کورنیو او ملي دفاع په وزارتونو کې مصرفېږي چې په دې وروستو کې یې د پیر تر ټولو ډیره پاملرنه کورنیو تولیداتو ته شوي ده.

د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد خصوصي سکتور د هېواد اصلي محرک بولي وايي چې په تړونونو کې باید توپیر ختم شي:

"له دې وروسته د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ خاص توپیر نشته که حکومت سرغړونه کوي باید جریمه ورکړي او که خصوصي سکتور مخالفت کوي هم جریمه کیږي نور باید زوړ دا کلتور ختم شي چې حکومت حاکم او بادار دی او خصوصي سکتور رعیت او محکوم دا موږ له منځه وړو."

دا په داسې حال کې ده چې افغان خصوصي پانګه وال لا هم د دوی په وړاندې له دوه ګوني چلند، سختو شرایطو، اداري فساد او نه ملاتړ څخه شکایتونه لري.

دوی وايي چې که یې پانګونې او په تدارکاتو کې ونډو ته پاملرنه ډيره شي دا کار به نه یوازې دا چې په هېواد کې پانګه اچونه ډيره کړي بلکې ډیری خلک به له بې وزلی هم وژغورل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG