د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

کابل به په راتلونکي کې د سولې د خبرو په اړه د بلې غونډې کوربه وي


د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یو ورځنۍ څلور اړخیزه غونډه چې پرون په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، پای ته ورسېده.

د غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې باید ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مستقیمو خبرو ته زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو سربېره د سیمې لپاره د امریکا او چین استازو هم برخه درلوده.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د څلور اړخیزې غونډې په اعلامیه کې په بېړنۍ توګه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مستقیمو خبرو د پیل غوښتنه شوې ده.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي دي چې د افغانستان د سولې د پروسې په هدف د لارې د یوې نقشې پر برابرولو د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې بیا خبرې کېږي.

د اسلام اباد په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري کوله.

په دې غونډه کې د سیمې لپاره د متحده ایالاتو او چین استازو هم ګډون درلود.

د اسلام اباد په خبرو کې د افغانستان د مدني ټولنې یوه پلاوي هم ګډون درلود. د دې پلاوي غړي احمد سعیدي د پرونۍ غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل په خبرو اترو کې کوم لوی پرمختګ نه دی رامنځته شوی بلکې یوازې د خبرو پر بل پړاو موافقه وشوه.

د اسلام اباد د غونډې د افتتاح پر مهال د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل، د افغانستان د سولې د پروسې هدف د داسې شرایطو برابرول دي چې طالبان د ځینو امتیازاتو په بدل کې له تاوتریخوالي لیرې او خبرو اترو ته اړ کړي.

سرتاج عزیز وویل، دا به له وخته مخکې وي چې اوس دې د افغانستان د سولې په پروسه کې کومه لویه کامیابي رامنځته شي.

بلخوا بیا فرانس پرېس خبري اژانس د طالبانو د ملا احتر محمد منصور ډلې د یوه غړي په حواله ویلي چې پاکستان له دوی سره په اړیکه کې دی او د دوی ډله دې ته په تمه ده چې سیال ګروپ یعنې د ملا محمد رسول ډله له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه اخلي او که څنګه.

هغه ویلي، د طالبانو مشرتابه د سولې په خبرو کې ګډون ته لېواله دی خو غواړي پوه شي چې بله کومه ډله په راتلونکو خبرو کې ونډه اخلي.

د سولې پر پروسې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو اغېز ته په اشارې سره پاکستانی لیکوال او کارپوه احمد رشید وايي، په څو ډلو د طالبانو وېش د سولې د بهیر مخته خنډونه جوړوي.

احمد رشید ازادي راډیو ته وویل:

"همدا شېبه طالبان په زیاته اندازه په څو ډلو وېشل شوي دي. د دې هېڅ ضمانت نه شته چې طالبان به خپلمنځي اختلافات پرېږدي او د خبرو مېز ته به کېني. موږ به ووینو چې یوه ډله طالبان به د سولې د خبرو ملاتړ کوي بله او یا زیاتې ډلې به يې مخالفت وکړي. دا هغه څه دي چې ستونزې جوړوي."

خو په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دا ځل د امریکا او چین فعال ګډون له دې بهیره هیله مندي زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG