د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

"حکومت باید د سولې خبرو لپاره روښانه اجنډا ولري"


د افغانستان د حراست او ثبات شورا د اسلام اباد د څلور اړخیزې غونډې څخه هرکلی کوي وايي چې افغان حکومت باید د سولې خبرو لپاره روښانه اجنډا ولري او کله هم د هېواد ملي ګټې له پامه ونه غورځوي.

د دې شورا مسؤلینو د دوشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو استازي او قومي مشران رابللي وو تر څو د سولې پروسې په ډول وغږېږي.

د حراست او ثبات د شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي چې د سولې د خبرو ټول جریان باید له افغانانو سره شریک شي.

ښاغلی ترشتوال وايي:

"د افغانستان د حراست او ثبات شورا په دې ټینګار کوي چې باید د سولې په خبرو کې دوه ټکي څرګند وي، ملي مشارکت او بل دا چې خلکو ته باید د څه ډول خبرو پر مخ بیول تعریف شي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو تر منځ په اسلام اباد کې د سولې خبرو اترو په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده.

افغان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې به د سولې د خبرو په تړاو دا هېوادونه په ستراتېژیو له یو بل سره وغږېږي.

دا شورا چې د قومي مشرانو او سپین ږیرو څخه جوړه شوې وايي چې دوی به په هېواد کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو سبب ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کارپوهان په دې باور دي چې د ملاتړ دا ډول غونډې کولای شي د افغان حکومت مشران لافعالیتونو ته وهڅوي.

په همدې توګه دغې شورا په وروستۍ دغې غونډه کې یو ځل بیا د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو او د لویې جرګې په راغوښتلو ټینګار وکړ.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG