د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

عزيز: د سولې تر خبرو مخکې بايد شرطونه کېنښودل شي


د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره د لارو چارو د لټولو لپاره څلور اړخيزې غونډې ته وویل چې د سولې د خبرو تر پیل مخکې بايد شرطونه کېنښودل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د سولې ځنډېدلې لړۍ د بېرته پيل په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو يوه څلور اړخيزه غونډه روانه ده.

ښاغلي عزيز د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د امريکا او چين په ګډون دا غونډه مهمه وبلله او تمه يې وښوده چې دا غونډه به وتوانېږي چې د تلپاتې سولې لپاره تګلاره جوړه او افغان طالبان خبرو اترو ته وهڅوي.

نوموړي همدا شان ټينګار وکړ چې د طالبانو ډلو ته د مذاکراتو تر وړاندیز او د هغوى له خوا د دې تر ځواب مخکې د هغوى پر ضد د پوځي عملياتو ګواښ به ښايي ښه ګام نه وي.

هغه زياته کړه چې د سوله غوښتونکو او نه غوښتونکو طالبانو تر منځ توپير او پرېکړه چې د هغوى پر خلاف څه ډول چلند وشي؟ بايد تر هغې وروسته وشي چې مذاکراتو ته د رابللو ټولې هڅې ترسره شوې وي.

د بهرنيو چارو سلاکار که څه هم د افغانستان د ستونزې پر سياسي حل ټينګار وکړ، خو د دې تر څنګ يې دا د يو ستونزمن بهیر په توګه یاد کړ، خو د دغه بهیر د کاميابۍ لپاره یې د ځینو اقداماتو یادونه وکړه چې د سولې د خبرو تر پیل مخکې په کې د شرطونو نه اېښودل هم شامل دي.

ښاغلي عزیز وویل:

"د سولې او روغې جوړې د بهیر بنيادي مقصد د داسې شرایطو برابرول دي چې د طالبانو ډلې د خبرو مېز ته راوړي او هغوی وهڅول شي چې د زور زیاتۍ اقدامات د سیاسي مقصدونو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ونه کاروي، نو د دې لپاره دا ډېره مهمه ده چې د سولې بهیر تر پیل مخکې شرطونه کېنښودل شي چې دا به زموږ په نظر ګټور نه وي."

ښاغلي عزيز غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدلو په برخه کې د خپل حکومت ژمنتيا تکرار کړه او په دې برخه کې یې په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس او د دې په څنډو کې د افغان ولسمشر اشرف غني او صدراعظم نواز شریف تر منځ لیده کاته ډېر مهم وبلل.

نوموړي همداراز د سولې د بهير د پياوړي کېدو په لړ کې کابل ته د پاکستان د پوځ مشر ښاغلي راحیل شریف سفر هم مهم وباله.

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لومړى پړاو د تېر کال په جولای کې اسلام اباد ته نېږدې په مري کې ترسره شوى و چې دواړه غاړې په کې د دې لړۍ په جاري ساتلو سلا شوې وې.

خو دا لړۍ بيا په همدې مياشت کې د خبرو اترو تر دويم پړاو يوازې دوه ورځې مخکې هغه وخت وځنډېده چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې راپورونه راښکاره شول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG