د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

عزيز: په ۴اړخيزه غونډه کې به د سولې د پروسې په تګلارې خبرې وشي


د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د امريکا او چين په ګډون څلور اړخيزه غونډه مهمه وبلله او تمه يې وښوده چې دا غونډه به وتوانېږي چې د تلپاتې سولې لپاره تګلاره جوړه او افغان طالبان خبرو اترو ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان د سولې د ځنډېلې لړۍ د بېرته پيل په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازيو يوه څلور اړخيزه غونډۀ روانه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د دغې غونډې په پرانېستونکې وينا کې وويل، پاکستان له افغانستان سره د د ورورولۍ او ګاونډيتوب تعلقاتو ته ارزښت ورکوي او په جدي توګه غواړي چې په دې هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات راشي.

ښاغلي زياته کړه، افغان ولسمشر په اسلام اباد کې له صدراعظم نواز شريف سره وليدل او همدا راز بيا د پوځ مشر جنرال راحيل شريف کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکيو سره يې په ليدنه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه مهمې خبرې کړې وې.

نوموړي په اسلام اباد کې دغه څلور اړخيزه ناسته مهمه وبلله او ويې ويل چې په دې کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه يوه تګلاره جوړه شي:

"نننۍ څلور اړخيزه غونډه ډېره مهمه ده چې د افغانستان د سولې د پروسې د عمومي تګ لاره او په دې لړ کې هدفونه وټاکي او همدا راز يو داسې ماحول برابر کړي چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار هواره کړي. د دې ترڅنګ دا ضروري ده چې د سولې په پروسې کې د موجودو مواقعو او همدا راز خنډونو په اړه وپوهېږو او په بيا په دې کې د مخکې تلو لپاره په شريکه کار وشي."

ښاغلي عزيز زياته کړه، د سولې پروسې لومړيتوب دا دى چې داسې يو ماحول برابر کړي چې د افغان طآلبانو ډلې د مذاکراتو مېز ته راشي او د سياسي مقصدونو لپاره له تشدده کار وانخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار همداراز د سولې د پروسې تر پيل مخکې د شراېطو لګولو مخالفت وکړ او ويې ويل چې دا به په دې پروسه کې ستونزې رامنځته کړي.

نوموړي همداشان ټينګار وکړ چې د طالبانو ډلو ته د مذکراتو تر وړاندېز او د هغوى له خوا ددې تر ځواب مخکې د هغوى پر ضد د پوځي عملياتو ګواښ به ښه ګام نه وي.

هغه زياته کړه چې د سوله غوښتونکيو او نه غوښتونکيو طالبانو ترمنځ توپير او پرېکړه چې د هغوى پرخلاف څه ډول چلند وشي؟ بايد د مذاکراتو لپاره د هغوى تر هڅونې وروسته وشي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لومړى پړاو د تېر کال په جولايي کې اسلام اباد ته نزدې په مري کې ترسره شوى و چې دواړه غاړې پکې ددې لړۍ په جاري ساتلو سلا شوې وې.

خو دا لړۍ بيا په همدې مياشت کې د خبرو اترو تر دويم پړاو يواځې دوه ورځې مخکې هغه وخت وځنډېده چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې راپورونه راښکاره شول.

د يادونې وړ ده چې د سياسي چارو کارپوهان د اسلام اباد څلور اړخيزه غونډه د افغانستان د سولې د پروسې لپاره مهمه بولي او د ښو نتيجو تمه ترې لري.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG