د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

"د کندز ولایت ګڼ شمېر سیمې لا هم د طالبانو په کنټرول کې دي"


د کندز ولایت اوسېدونکي وايي، لا هم د دغه ولایت ګڼ شمېر سیمې د وسله الو طالبانو په کنټرول کې دي او چارواکي یې د بېرته نیولو لپاره قوي اراده نه لري.

دوی وايي، د دې سیمو په زرګونه کورنۍ د نا امنیو له وېري له خپلو مېنو بېځایه شوي او دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د معلوماتو پر بنسټ، ګل تپې سیمه، د خان آباد ولسوالۍ اقتاش سیمه؛ د قلعه زال ولسوالۍ قلعه زال سیمه، د ارچې، چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو زیاتې سیمې او د کندز ښار اړوند ځینې سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

په روان لمریز کال کې په دې ولایت کې د جګړو له کبله په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوې دي او دامهال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د دغه ولایت د دشت ارچې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي محمد داوود وايي؛ له خپلو سیمو څخه د بېځایه کېدو له امله ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي:

"په ارچې ولسوالۍ کې له ۱۴ کالونو راهیسې نا امنۍ او شخړې روانې دي؛ خلک مهاجر شول، ووژل شول، در په دره شول او لاهم دغه لړۍ په دې ولسوالۍ کې دوام لري."

دی وايي چې دولت باید ډېر ژر د دوی سیمې د وسله والو طالبانو له حضور څخه تصفیه کړي؛ څو خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

په همدې حال کې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمې یوه تن اوسېدونکي احمد فرید ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې له کبله له خپل کلي څخه بېځایه شوي دي او دا مهال له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دي:

"زموږ په کلي کې جنګ دی، کلي ته نه شو تلای، هلته مو طالبانو ځوروي او دلته مو اربکیان ځوروي؛ حیران پاتې یو او کښتونه مو هم له منځه تللي دي او یو کلن زحمت مو په سیند لاهو شو."

په عین وخت کې د کندز د ګل تپې سیمې یو تن اوسېدونکی نیاز محمد وايي چې دوامداره جګړو خلک د خپلو سیمو پرېښېدو ته اړایستلي:

"اووه میاشتې کېږي چې له ګل تپې څخه کډوال شوي یو او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان یو؛ له دولت څخه غواړو چې ګل تپه تصفیه کړي؛ څو بېرته خپل کلي ته ولاړ شو."

خو د کندز ولایت سرپرست حمدالله دانشي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر د کندز خلکو سره ژمنه کړې او ډېر ژره به په دې ولایت کې تصفیوي عملیات پیل شي.

ښاغلي دانشي زیاته کړه:

"موږ د دولت په ګټه ډېر تبلیغات وکړل؛ اما څه ګټه یې ونه کړه او خلک هم اوس زموږ پر خبرو باور نه کوي؛ خو ولسمشر ویلي وو چې وروسته له درې اونیو په کندز کې تصفیوي عملیات پیل کېږي؛ که عملیات پیل شي، نو ښايي د کندز په وضعیت کې بدلون راشي؛ اما اوس هم د دولتي ځواکونو عملیات د دې ولایت په یوشمېر سیمو کې دوام لري."

بلې خوا ته د نوموړي ولایت د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي چې دوی به ډېر ژر په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د له منځه تللو په هدف تصفیوي عمليات پیل کړي.

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه:

"موږ پلان لرو هغه سیمې چې له وسله والو طالبان سره دې ګام په ګام تصفیه کړو او په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو په لېکو کې یو زیات شمېر بهرني جنګیالي هم فعالیت لري."

د کار پوهانو په اند په دغه ولایت کې د خپل سرو وسله والو فعالیتونو هم خلک په تنګ کړي چې له امله ګڼ خلک له ستونزو سره مخ دي؛ دوی وايي، څو چې په دې ولایت غیر مسووله وسله والو څخه وسلې ټولې شوي نه وي؛ نو په کندز کې امنیت راوستل ناشونی کار دی.

دوی وايي، یادو وسله والود ولس او دولت ترمنځ واټن رامنځته کړی چې له امله یې په سیمې کې وسله وال طالبان پیاوړې شوي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG