د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

طالب پلاوي به د افغانستان د سولې په پروسه کې ګډون وکړي؟


د افغان طالبانو یوه برخه له حکومت سره د سولې په مذاکرو کې پر ګډون غور کوي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یو شمېر لوړ رتبه غړو په حواله، پرون پنجشنبې دا خبر خپور کړی خو د چا نوم یې نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې بهیر په اړه مذاکرې پيل کړي.

دا څلور اړخیزه غونډه د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پيل په لور لومړی ګام ګڼل کیږي.

د رویټرز په حواله، د طالبانو یو شمېر مهمو قوماندانانو داسې اشارې کړې چې ښايي خپل استازي له حکومت سره د سولې په بهیر کې ګډون ته واستوي.

په کویټه کې د طالبانو د یوه قوماندان په حواله ویل شوي:

"موږ ښايي تر هغه وروسته چې دا څلور هېوادونه د مذاکرو لپاره ځای، نېټه او شرایط وټاکي، استازي ور واستوو."

رویټرز خبري اژانس د دې طالب چارواکي نوم نه دی څرګند کړی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د جنورۍ په یوولسمه به د حکومت یو پلاوی د چین، پاکستان او امریکا له استازو سره په اسلام اباد کې وګوري او له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د پیل پر څرنګوالي به خبرې وکړي.

ښاغلي غني وویل چې د دې لړۍ دوهمه غونډه به په کابل کې وشي.

افغان چارواکي وایي، په اسلام اباد کې په را روانه څلور اړخیزه غونډه کې د طالبانو استازي نشته خو د خبرو او لیدنو په دې لړ کې یې د طالبانو د ګډون امکان نه دی رد کړی.

د رویټرز په حواله، په کابل کې چارواکو ویلي چې د را روانې غونډې هدف د سولې د مذاکرو لپاره د یوې نقشې یا پلان جوړول دي.

مخکې داسې ویل شوي وو چې ایران هم په دې مذاکرو کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس پرون دا خبر رد کړ او څرګنده يې کړه چې ایراني چارواکو د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"ایران په څلور اړخیزو خبرو کې د ګډون کومه ځانګړې غوښتنه نه ده کړې. هغه څلور اړخیز مېکانزم چې څلورو هېوادونو موافقه ورباندې کړې او بل هر میکانیزم به چې رامنځ ته کیږي د مربوطو هېوادونو په موافقه وي."

په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې غونډې د اهدافو په اړه، د ولسمشر غني ویاند رویټرز اژانس ته په ایمیل کې لیکلي:

"دا به افغانستان او زموږ شریکانو ته څرګنده کړي چې د ښکیلو خواوو هڅې تر کومه حده صادقانه او څومره حقیقي دي."

د رویټرز په وینا، په طالبانو کې د بېلابېلو نظرونو شتوالی ښايي د سولې د مذاکرو د چټکوالي مخنیوی وکړی ځکه یو شمېر طالبان له حکومت سره خبرې ردوي.

د طالبانو یوه عمده قوماندان رویټرز ته ویلي چې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ښايي له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون کړي.

د طالبانو یوه بل قوماندان چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې ان که سراج الدین حقاني په خبرو کې ګډون ته لیوالتیا هم ولري، د درېیم ګړو په مرسته به ور مخکې کیږي ځکه هغه خپل شخصي امنیت له خطر سره نه شي مخامخ کولاي.

سراج الدین حقاني ته دې نږي قوماندان، رویټرز ته ویلي:

"هغه ښايي خپل استازي ور واستوي خو په خپله به هیڅ کله ګډون په کې ونه کړي."

رویټرز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي چې په مذاکرو کې د ګډون لپاره د کوم رسمي پلاوي پر ټاکلو خبرې نه دي شوې خو په غوڅه یې په مذاکرو کې د ګډون امکان نه دی رد کړي.

XS
SM
MD
LG