د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

افغانستان او ایران به د اوبو د تنظیم د څرنګوالي په اړه بحث وکړي


د حکومت اجراییه ریاست وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ به د اوبو د تنظیم د څرنګوالي په اړه په راتلونکي کې بحث وشي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه له اجرایې رییس عبدالله عبدالله سره ایران ته د تللي افغان پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ خبرې وشوې.

ټاکل شوې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د ویش او تنظیمولو په اړه د حکومتي کمېسیونونو له خوا پراخ بحثونه وشي.

د حکومت اجراییه ریاست د افغانستان د اوبو کنټرول او تنظیم یوه حیاتي مسئله بولي او ټینګار کوي چې باید ورته یوه اساسي حل لاره پیدا شي.

د اجرائیه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مسئله ایران ته د سفر پر مهال د هغه پلاوي د دوه اړخیزې لیدنې پر مهال مطرح شوه چې د اجرایې رییس عبدالله عبدالله ملتیا یې کوله.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"دا د افغانستان لپاره یوه ډیره پراخه او اساسي مسئله ده. اما دفعتاً موږ هیڅ ډول جزیاتو ته نه یو داخل شوي. نه یې پر ویش او نه هم پر دې بحث شوي چې دغه اوبه څه ډول تنظیم شي، ایا پر ایران وپلورل شي او که څنګه. جزیات به یې وروسته د کمېسیونونو له خوا تعقیبیږي."

ښاغلي عبدالله روانه اوونۍ ایران ته درې ورځنۍ رسمی سفر درلود. په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ په مهمو مسایلو خبرې وشوې خو د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې د اوبو د تنظیمولو په برخه کې اساسي خبرې و نه شوې.

تمه کیږي په دې اړه په تفصیل سره د افغانستان او ایران د ټاکل شوو کمېسیونونو له خوا خبرې وشي خو د دغو خبرو نېټه نه ده ټاکل شوې.

د افغانستان لویدیځ ګاونډۍ ایران د هلمند او هریرود له اوبو ګټه اخلي.

د راپورونو له مخې دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د هلمند د رود اوبه د افغانستان پولي ته نژدې ذخیرو کې زیرمه کوي.

د دغو ذخیرو شمېر درېيو ته رسیږي او کولای شي صفر اعشاریه اووه میلیارده متر مکعب د چښلو اوبه ذخیره کړي. خو ویل کیږي چې ایران د څلورمې ذخیرې په جوړولو سره په خپله خاوره کې د دغو اوبو د ذخیره کولو ظرفیت یو میلیارد متره مکعب ته لوړ کړی دی.

د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې، ایران د هلمند د رود له اوبو څخه د دومره استفادې حق نه لري چې اوس یې ورڅخه کوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د هلمند اوبو د ویش د تړون له مخې، ایران په هره ثانیه کې د ۱۷۶ متره مکعبه اوبو څخه یوازې د ۲۶ متره مکعبه اوبو د کارولو حق لري چې د ایران حق په یوه کال کې شاوخوا ۸۲۰ میلیون متره مکعبه ته رسیږي.

د چارو کارپوهان اوس د دغې ستونزې د حل لپاره پر ډیپلوماټيکو هڅو ټینګار کوي.

د چارو څيړونکي حمید مجددي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که افغان حکومت په دې برخه کې چوپ پاته شي نو خپله خپلواکي به تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلي مجددي زیاته کړه:

"افغان حکومت کولای شي په ښه توګه د ناستو له لارې ایرانیانو ته دا مساله یاده کړي او ایرانیان مکلفه دي چې د دغو اوبو بیه افغانستان ته ورکړي. که افغان حکومت د تېرو حکومتونو په څير په دې برخه کې چوپ پاته شي دا به په دې معنی وي چې موږ د یوه خپلواکه هېواد په توګه په نړۍ کې خپل حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولو."

افغانستان د مرکزي اسیا یوازینی هېواد دی چې پنځه اویا میلیونه متره مکعب خوږې اوبه لري او د معلوماتو له مخې یوازې د شل میلیونه متره مکعبه څخه یې ګټه اخلي او پاته نوري ګاونډیو ملکو ته ځي.

ویل کیږي چې په تېرو څه باندې درېیو لسیزو کې چې افغانستان کې کورنۍ جګړې وې، ګاونډیو د افغانستان له اوبو څخه په ګټه اخیستنې داسې پروژې جوړې کړي چې ښایې افغانستان ته له خپلو اوبو څخه د استفادې لپاره کومه برخه پاته نه شي

XS
SM
MD
LG