د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د سعودي د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته ورسېد


د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته ورسېد، له هغه وروسته چې سعودي عربستان د شنبې په ورځ یو مخکښ شيعه ديني عالم اعدام کړ، په منځني ختيځ او ايران کې د رياض پرضد د غُصې احساسات راوپارېدل.

د سعودي عربستان يو شمېر سني متحدانو له ايران سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې ځکه چې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د لاريون کوونکو له خوا حمله وشوه.

پاکستان چې په کې د لويې کچې شيعه اقليت ژوند کوي، په داسې حال کې د هيڅ کوم هېواد سره د ملاتړ دريځ نه دی خپل کړی.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف هڅې کوي چې په خپل هېواد کې د مذهبي تاوتريخوالي مخه ونيسي او له ايران او سعودي عربستان دواړو سره اقتصادي اړيکې پياوړي کړي.

د نواز شريف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز د خپل هېواد پارلمان ته ويلي چې پاکستان د سعودي عربستان او ايران دواړو ملګری هېواد دی او د دوی تر منځ د اړيکو عادي کولو هڅې به کوي.

ټاکل شوې ده د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبېر له سرتاج عزيز، د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره نن ناوخته وګوري.

دا کتنه په داسې حال کې ده چې پاکستان تېره مياشت خپل ځان له له هغه ايتلافه وايست چې د سعودي عربستان له خوا د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد اعلان شوی وو او پاکستان يې د يوه غړي په توګه اعلان کړی وو.

پاکستان تېرکال همدا راز د رياض هغه غوښتنه رد کړه چې په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ په حملو کې برخه واخلي.

پاکستان غواړي له ايران او سعودي عربستان دواړو سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي او د هغوی د انرژۍ وسيلو ته لاسرسی ومومي تر څو خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

XS
SM
MD
LG