د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغان ولسمشر کرکټ لوبډلې ته د وروستۍ بریا مبارکي ورکړه


افغان ولسمشر د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د وروستۍ بریا مبارکي ورکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپل رسمي ټوېټرپاڼې کې لیکلي چې افغان لوبغاړو د افغانستان لپاره ویاړ ور په برخه کړ او له حده زیاتې خوښې یې ټولو ته وربخښلې.

افغان کرکټ ملي ټيم تېره شپه زیمبابوې ته د پنځو یو ورځنیو لوبو په فاینل سیالي کې ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.

افغان ټيم په دې ټورنمنټ کې ۳ پر ۲ له زیمبابوې مخکې شو چې وتوانېد په نړۍ کې د کرکټ په ۱۰ غوره ټیمونو کې ځانته ځای پیدا کړي.

افغان ټیم په پرونۍ لوبه کې زیمبابوې ته په دوه وېکټو په داسې حال کې ماته ورکړه چې ۲۴۹ هدف یې پوره کړ او په کې ګلبدین نایب ۸۲ منډې وکړې چې افغان لوبډلې ته ډېر په ګټه تمامې شوې.

XS
SM
MD
LG