د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

امریکایي ځواکونو د هلمند په مارجه کې هوايي عملیات کړي


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند وویل چې امریکایي الوتکو د هلمند په ولایت کې په لسګونو هوایي بریدونه په داسې حال کې کړې دي چې له طالبانو سره د مارجې ولسوالۍ شاوخوا جګړه روانه ده.

دا بمبارۍ یوه ورځ وروسته تردې شوې دي چې یو امریکایي عسکر په هلمند کې ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال مایکل لاهارن تېره ورځ وویل، امریکایي ځانګړي ځواکونه لا هم په خپل ځای کې دي او په مارجه او سنګین ولسوالیو کې د افغانستان د ملي پوځ ملاتړ کوي.

د ډګروال لاهارن په وینا دا ملاتړ د هلمند د شمال لور ته پسې پراخیږي او د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ دوام لري.

د امریکایي ځواکونو ویاند زیاته کړه چې امریکایي الوتکو ۱۲ځله د هوا له لارې د مارجې شاوخوا بمباري کړې ده.

رویټرز اژانس لیکي چې امریکا او بریتانیا هلمند ته اضافي ځواکونه استولي دي څو د افغان پولیسو او عسکرو روزنه وکړي او د هغوی ملاتړ وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیترکوک په هلمند کې د امریکایي ځواکونو احتمالي حضور تایید کړ خو د هغوی د شمېرې په اړه یې څه ونه ویل:

"هغه څه چې زه درک کوم، هغه دا دي چې ښایي یو شمېر امریکایان په دغه بیړني وضعیت کې هلته وي تر څو د دښمن پرضد په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي."

امریکایي چارواکي وایي چې د بهرنیو ځواکونو اصلي وظیفه دا نه ده چې په جګړو کې ښکیل شي.

په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو د هلمند په بېلابېلو سیمو کې بریدونه وکړل او افغان ځواکونه په دې ولایت کې تر سخت فشار لاندې راغلل.

XS
SM
MD
LG