د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

بلخي: د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د خلکو همکاري ضروري ده


که څه هم د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځیو په ابادولو؛ ساتلو او د پوهنې د نظام د کیفیت په لوړولو کې، د دې شوراګانو فعالیتونه ګټور ګڼي؛ خو ټینګار کوي چې دا شوراګانې دې د پوهنې د نظام د ښه والي لپاره؛ هر ډول ستونزې او نیمګړتیاوې له پوهنې وزارت سره شریکې کړي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د پوهنې د شوراګانو د استازیو په غونډه کې وویل؛ د دې شورا ګانو هڅې او مشورې به د پوهنې په نظام کې د فساد مخه ونیسي او په زده کړو کې به مثبت بدلونونه راولي:

"د افغانستان د پوهنې وزارت د با کیفیته تربیتي او تعلیمي خدماتو لپاره تل پر علم دوستو هېوادوالو تکیه کړې ده او په دې برخه کې یې د خلکو له شوراګانو مرسته غوښتې ده.

دا مرستې به په شفافه توګه د دوی ترڅارنې لاندې؛ د ښوونې او روزنې د ښه والي په لاره کې ولګول شي."

په دې ورځ د کابل ښار او ولسوالیو د ښوونځیو د شوراګانو استازي په کابل کې راټول شوي وو او حکومت ته یې په خپلو سیمو کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي؛ د ښوونځیو د ودانولو، ساتلو او ورسره د خلکو د مالي مرستو د راجلبولو ژمنې وکړي.

د پوهنې وزیر دا هم وویل، د پوهنې په سکتور کې د ښوونځیو په ودانولو؛ د کتابونو په چاپولو، تړونونو، اداري سیسټم او داسې نورو چارو کې فساد موجود دی او هڅې روانې دي چې دغه ټولې نیمګړتیا په ګوته او له مینځه یوړل شي.

څه موده مخکې د پوهنې نوي وزیر ویلي وو چې د هېواد په ځینو سیمو کې داسې ښوونځي او ښوونکي راجسټر دي چې په حقیقت کې موجود نه دي؛ خو مالي امکانات او نتخواګانې ورکول کېږي.

د دې خبرونو له خپرېدو وروسته د جمهوررییس اشرف غني له خوا د متخصصینو یو کمیسیون وګمارل شو چې د دې وزارت ټولې چارې ارزیابي او هرډول فساد او نیمګړتیا په کې په ګوته کړي.

په ورته وخت کې د پوهنې د شوراګانو استازیو ژمنې وکړې چې د پوهنې د نظام د پیاوړې کولو او پرمختګ لپاره به له حکومت سره مرستې جاري وساتي.

د دې شورا یوه استازې محمد یاسین نیازي وویل:

"زما هیله دا ده چې په لومړي ګام کې مسلکي کادرونه انتخاب شي؛ بله دا چې کورنۍ هم د پوهنې وزارت سره په ګډه د زده کوونکو په ښه روزلو کې مرسته وکړي؛ د خلکو او حکومت د ګډو همکاریو په نتیجه کې د پوهنې سکتور ډاډمنیږي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې له تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې، د پوهنې د شورا ګانو شمېر څوارلس زره او اوه سوو ته رسیدلی چې له خلکو یې له دې سکتور سره د مرستې په مقصد، څه باندې اته میلیونه افغانۍ راتولې کړي؛ شاخوا اوه سوه لس جریبه ځمکه یې د پوهنې سکتور ته ورکړې او څه کم زر درسي ټولګي یې جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک او زده کوونکي د ښوونځیو د ودانیو له کموالي؛ د ښوونکو د مسلکي ظرفیتونو له ټیټوالي او درسي کتابونو له نه رسېدو شکایت کوي.

خو د پوهنې وزارت وايي، دغو ټولو نیمګړتیاوو ته تدابیر نیول شوي او په هکله به یې جدي هڅې وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG