د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

د برښنايي تذکرو د ویش د ادارې سلګونو لرې شوي کارکوونکو لاریون وکړ


د افغانستان د برښنایي پېژندپاڼو د ویش ادارې سلګونه کارکوونکو چې اوس یې د کار موده ختمه شوې؛ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یو اعتراضیه لاریون وکړ.

د برښنايي پیژندپاڼو د ویش ادارې سلګونه کارکوونکو چې دندې یې له لاسه ورکړي په یوه لاریون کې د کار د تمدید غوښتنه وکړه.

دغو کسانو د چهارشنبې په ورځ د کابل له دهمزنګ نه د ملي شورا تر ودانۍ لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ پر سر پرتې ستونزې حل او د دوی د دندو موده وغځوي.

د دغه لاریون یوه ترسره کوونکي عیسی خان محمدي د لاریون په پای کې پرېکړه لیک ولوست او ویې ویل چې باید د دوی غوښتنې په پام کې ونیول شي:

"له حکومت او محترمې ملي شورا څخه غوښتنه کوو چې مالیې وزارت ته د بودجې په ځانګړې کولو کې هدایت ورکړي. څو له یوې خوا د برښنایي تذکرو درې ګونې مرحلې یعنې د معلوماتو راټولونه؛ د هویت تثبیت او بایومتریک په ښه او هم مهال ډول پر مخ لاړ شي او له بلې خوا د نوموړې ادارې دیارلس سوه مسلکي او روزل شوي کارکونکي چې یوه لویه سرمایه ده وساتل شي.

موږ خپلو سوله ییزو او مدني حرکاتو ته تر هغې ادامه ورکوو چې تر هغو مو غوښتنې ومنل شي."

دغو لاریون کوونکو همداراز د برښنايي پېژندپاڼو د وېش اداره تورنه کړه چې غواړي د دوی پر ځای نوي واسطه لرونکي کسان ونیسي.

دوی ټینګار وکړ چې که د برښنایي پيژندپاڼو د ویش اداره د دوی د بېرته نیولو لپاره ازموینه اخلي دوی چمتو دي؛ څو ازموینه هم ورکړي، خو یواځې باید همدا لرې شوي کارکونکي چې ډېره تجربه لري بېرته ونیول شي.

د برښنايي پېژندپاڼو د ویش لړۍ تخنیکي چارې وروسته له هغه په ټپه ودرېدې چې په دغو تذکرو کې د افغان او اسلام کلمو پر سر سیاسي لانجو زور واخیست او تر اوسه لا نه دي حل شوي.

د برښنايي پېژندپاڼو د ویش اداره بیا وایي چې تېر کال نړیوالو تمویلوونکو د دوی له بودجې نه شپږ میلیونه ډالره کم کړل چې له امله یې د یادې ادارې یوولس سوه کارکوونکي ځواب شول.

د دې ادارې عمومي رییس همایون محتاط آزادي راډيو ته وویل چې دوی ته یواځې څلور میلیونه ډالره بودجه بېرته ورکړل شوې چې د خپلو پخوانیو کارکوونکو له ډلې به د څلور سوو تنو بېرته نیولو ته لومړیتوب ورکړي:

"د درېیمې پروسې لپاره موږ له مالیې وزارت څخه څوارلس میلیونه ډالره غوښتي و چې وکولای شو خپل یوولس سوه کارونکي وساتو. له بده مرغه د دې لپاره چې عملي کار نه دی پیل شوی هغوی یواځې څلور میلیونه ډالره بېرته راکړي چې کولای شو څلور سوه کارکوونکي بېرته ونیسو.

د کورنیو چارو وزارت خپلو پخوانیو کارکوونکو ته لومړیتوب ورکوي؛ ځکه چې پانګونه مو پرې کړې ده. که چېرته د کوم پوسټ لپاره د دغو کسانو له ډلې په شرایطو برابر کس پیدا نه کړو بیا به بل کس جذبوو."

د برښنايي پيژندپاڼو د وېش ادارې رییس همداراز وویل چې د تذکرو د وېش پر سر د سیاسي لانجې د حل لپاره ولسمشر او اجراییه رییس په جدیت سره کار کوي او تمه ده دا سیاسي لانجه ژر حل شي او دوی خپل کار مخته یوسي.

دا لا په ډاګه نه ده چې افغان ولسمشر او اجراییه رییس کله د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پروسې سیاسي لانجې پای ته رسوي او د پیل لپاره یې چې ویل کېږي د انتخاباتو، سرشمېرنې او نورو ملي پروسو لپاره مهمې دي اجازه ورکوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG