د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

په پاکستان کې به د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځېږي


په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يا UNHCR اداره وايي چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځېږي او ډېر ژر به د دې هېواد کابينه په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د مېشتو راجسټر شوو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د تېر ٢٠١٥م کال د دسمبر په ٣١مه نېټه پاى ته رسېدلې ده.

د يو اين ايچ سي ار د شمېرنې له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ١٥لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي، د پاکستان او يو اين ايچ سي ار د توافق له مخې ورته په دې هېواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد يا مهاجر کارډونه ورکړل شوي دي.

که څه هم د دې کارټونو موده د تېرې مياشتې په ٣١مه نېټه پاى ته رسېدلې، خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې له غځولو پرته بله لار نه شته او زياتوي، که ٣٠ لکه افغان کډوال يو دم افغانستان ته واستول شي، نو ښايي د دې هېواد مسئلې لا زياتې شي.

په عين حال کې په اسلام اباد کې د يو اين ايچ سي آر چارواکي وايي چې پاکستان ښايي په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده يو يا دوه کاله نور هم وغځوي.

په اسلام اباد کې د دغه ادارې يوه وياند قيصر اپريدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې که څه هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د مودې غځولو په اړه په کابل کې د افغانستان، پاکستان او يو اين ايچ سي آر غونډه شوې، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د پاکستان حکومت کوي.

ښاغلی اپریدي زیاتوي:

"په تېر اګست کې حکومت پاکستان او افغان حکومت هلته کې په کاپل کې يو درې اړخيزه غونډه شوې وه چې څهRecommendation هغوى وضح کړي يو او هغه يې کابينې ته په حواله کړي دي. نو په دې Recommendations چې کوم وو، هغه کې دوه کاله ايسکټنشن و، مطلب د ٢٠١٥میلادي کال په دسمبر کې د دوى معياد پوره کېږي، نو د دوو کالو سفارش يې کړى و. نو اوس به د فيډرل کابينې غونډه کېږي او د دې فاينل اپروول [وروستۍ پرېکړه] ورکړي او اميد چې د دوو کالو لپاره به دا ايسټينشن کېږي."

قيصر اپريدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کابينې تر پرېکړې وروسته به د افغان کډوالو د مهاجر کارډونو د نوي کولو لړۍ څه وخت پيل شي؟ وايي:

"د دوى دا کارډونه چې کوم دي، د دې تاريخ به صرف بدل شي، خو دا بۀ بدلېږي نه، دا به همدا کارډونه وي. حکومت پاکستان بۀ يو خبرتيا جاري کوي او دا خبرتیا به صوبو ته ورکوي او هغې کې به دا واضح کوي چې دا کارډونه به بدلېږي نه، خو دا به وي تر ٢٠١٧ پورې، خو دا چې کله د کابينې فيصله راشي، تر هغې وروسته به موږ ته واضحه شي."

د پاکستان حکومت وايي چې په دې هېواد کې پر راجسټر شوو افغان کډوالو سربېره همدومره غېر راجسټر شوي کډوال هم مېشت دي او ټينګار کوي چې د هېواد امنيتي وضعيت ته په کتو بايد دا کډوال هم راجسټر شي.

که څه هم په دې اړه خبرې اترې روانې دي، خو تر دې دمه لا ددغو غېر راجستر شوو کډوالو د برخليک په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په دې اړه مو له ښاغلي اپريدي وپوښتل چې ايا يو اين ايچ سي آر په پام کې لري چې دغو غېر راجسټر شويو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو لپاره کارډونه يا بل کوم سند ورکړي؟

نو هغه يې په ځواب کې وويل:

"زه دلته کې دا واضح کړم چې يو اين ايچ سي آر صرف او صرف د راجستر شويو افغانان Deal کوي چې کوم غېر راجستر افغانان دي، هغوى ته موږ Refugees [کډوال] نه شو ويلاى. په ٢٠٠٧ کې يوه فېصله شوې وه او بيا د رجسټريشن يوه پروسه هم پيل شوى و، نو په دې کې ټولو افغانانو ته موږ ويلي وو چې ځان راجسټر کړي. هغه افغانان چا چې خپل ځان راجستر کړى و، هغوى ته داPOR کارډ ميلاو شو او کومو چې ځان نه و راجستر کړى، نو هغوى دا کارډونه نه دي ميلاو شوي، نو دا د هغې پروسې حصه نه وو. نو اوس يو اين ايچ سي آر دغه رنګ څه پروګرام نه لري."

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځونې پهلړ کې د تېر کال په اگست کې افغانستان ، پاکستان او يو اين ايچ سي ار موافقه کړې وه چې د ٢٠١٥ کال په پاى کې به د راجسټر شويو کډوالو د پاتې کېدو د نېټې تر ختمېدو وروسته د دوو نورو کالو پورې د هغوى د اسنادو نېټه غزول کېږي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG