د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

له ایران سره زیانمنې شوې اړیکې به د سوريي پر سولې اغیز ونه کړي"


د سعودي عربستان حکومت ویلي چې له ایران سره د دوي د سیاسي اړیکو خرابوالی به د سوریې د حالاتو په اړه پر راروانو مذاکرو ناوړه اغیز ونه کړي.

ټاکل شوې چې روانه میاشت د سوریې د حکومت، په سوریه کې د اپوزسیون، یو شمېر عربي هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي په جینوا کې د سوریې د بحران د حل پر لارو خبرې پيل کړي.

ایران او ریاض تر دې مخکې هم په سوریه کې د سولې لپاره په نړېوالو مذاکرو کې برخه اخېستې خو د مخالفو خواوو ملاتړ یې کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرعادل الجبیر پرون سې شنبې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن ډې میستورا سره خبرې وکړې.

د سعودي رسمي خبري اژانس سپا د الجبیر په حواله ویلي چې په سیمه کې روانې سیاسي لانجې به د سوریې د بحران د حل لپاره د ملګرو ملتونو پر ډیپلوماټیکو هڅو ناوړه اغیز ونه کړي.

الجبیر ویلي:

"هغه وروستۍ لانجې چې د سیمې پر حالاتو یې منفي اغیز کړی، د ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې پر هغو سیاسي هڅو ناوړه اغیز ونه کړي چې په نږدې ورځو کې په جینوا کې پيلیږي."

خو الجبیر ټینګار کړی چې ولسمشر بشارالاسد به د سوریې په راتلونکې کې هیڅ ډول رول نه لري.

په تهران کې د سعودي عربستان پر قونسلګرۍ د قهرجنو خلکو تر حملې وروسته د سعودي عربستان، بحرین او سوډان له ایران سره سیاسي اړیکې پرې کړې او متحده عربي اماراتو هم د سیاسي اړیکو د محدودولو پریکړه وکړه.

کویټ پرون له تهرانه خپل سفیر ستون کړ.

داسې انديښې شته چې ښايي په وروستیو کې د ایران او سعودي عربستان سیاسي لانجې د سوریې په اړه مذاکرو ته خنډ پيښ کړي.

ملګرو ملتونو پریکړه کړې چې د جنورۍ په ۲۵ به د سوریې د حالاتو په مذاکرې پيل شي.

د ملګروملتونو د معلوماتي خدماتو مسئول میکایلې ژکییو پرون وویل:

"په سوریه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ خبرې پلان شوې او زموږ پروګرام له مهالویش سره سم پرمخ روان دی. موږ به نن چهارشنبې هم په دې اړه په جنیوا کې غونډه وکړو."

د سوریې د حالاتو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا پرون د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره تر خبرو وروسته وویل چې سعودي چارواکي ریښتینی باور لري چې روانې سیمه ییزې لانجې به د سوریې د حالاتو په اړه د جینوا پر مذاکرو اغیز نه کوي.

ډې میسټورا وویل چې په سیمه کې له روانو ناکرارېو سره، موږ د دې توان نه لرو چې یوه بله موقع ضایع کړو.

XS
SM
MD
LG