د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

"په عرب ایتلاف کې د افغانستان د ګډون پرېکړه نه ده نهايي شوې"


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د سعودي عربستان له ایتلاف سره د یو ځای کېدو لپاره د دوی پرېکړه نهایي شوې نه ده؛ خو په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

سره له دې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف له جوړېدو نږدې یوه میاشت تېریږي؛ خو لاهم په دې ایتلاف کې د غړیتوب لپاره د افغان حکومت دریځ نه دی معلوم.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د سعودي عربستان له دې ایتلاف سره د یو ځای کېدو لپاره د دوی پرېکړه نهایي شوې نه ده؛ خو په دې اړه یې څیړنې روانې دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"د دې ایتلاف اهمیت او د دې ایتلاف د اهدافو څرنګوالۍ هغه موضوعات دي چې تر څیړنې او د حکومت تر غور لاندې دي؛ خو تراوسه مو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ کوم سوالونه اړ موضوعات چې موږ مطرح کړې دي؛ تر اوسه مو ورته دقیق ځواب نه دی ترلاسه کړی. وروسته له هغه چې دقیق ځواب ترلاسه کړو موږ به خپل موقف روښانه کړو چې ایا موږ غواړو چې د دې ایتلاف یوه بوه برخه واوسو او کنه؛ خو په اصولو کې موږ له هر هغه هڅې ملاتړ کوو چې د تروریزم تروریزم پرضد دي."

د تروریزم پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د قوس میاشتې په ۲۴ جوړ شو.

په دې ائتلاف کې، سعودي عربستان، اردن، عربي متحد امارات، پاکستان، بحرین، بنګله دېش، بنین، ترکیه، توګو، تونس، جیبوتي، سینګال، سودان، سېرالیون، سومالیا، ګابون، غینیا، د القمر ټاپوګان، قطر، کوت دي وار، کویت، لبنان، لیبیا، مالدیف، مالي، مالیزیا، مصر، المغرب، موریتانیا، نیجر، نایجریا، یمن، فلسطین او اوګندا شامل دي.

د سعودي عربستان چاروکو ویلي چې دغه ائتلاف به په افغانستان کې هم د تروریزم ضد عملیات څاري.

سعودي عربستان له افغان حکومته هم غوښتنه کړې چې له ترورېزم سره د مبارزې په ایتلاف کې د بنسټګر غړي په توګه برخه واخلي.

خو د سیاسي چارو شننونکي بیا وايي چې د سعودي عربستان په مشری د دغه ایتلاف هدف دا دی چې د مذهبونو او قومونو ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.

د چارو کار پوه مطیع الله خروټي د سه شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت باید په دې برخه کې له بېړې کار وانه خلي.

"افغان حکومت باید د قومونو او مذهبونو ترمنځ هغه یووالی چې موجود دی؛ هغه په نظر کې ونیسي او بیا دې دغه سازمان کې شامل شي؛ دغه سازمان چې د سعودي عربستان وړاندیز جوړ شوی؛ یوازنۍ هدف یې دا دی چې د مذهب او د حنفي مذهب مخالفان وټکوي؛ په دغه ایتلاف کې شاملېدل د افغانستان بې طرفي له منځه وړل دي او که چېرې په افغانستان کې مذهبي جنګونه پیدا شو نو د دې لمنې ټولول به ډېر ستونزمن وي."

نوموړي همدارنګه د افغانستان او ایران اړیکو ته هم په اشارې وايي؛ که چېرې افغانستان د سعودي عربستان د ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړي؛ نه یوازې د ایران بلکې د یو شمېر نورو هېوادونو اړیکې به هم خرابي شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG