د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

په بلخ کې د هند پرقونسلګرۍ د حملې پړه پر پاکستان واچول شوه


د مشرانو جرګې یوشمېر غړي او د سیاسي چارو ځینې افغان کارپوهان په بلخ کې د هند پر قونسلګري د ډله ییزې انتحاري حملې پړه پر پاکستان اچوي.

وروسته له هغې چې په مزارشریف ښار کې د هند پر قونسلګرۍ د ډله ییزې انتحاري حملې مسوولیت چا په غاړه وانخیست،؛ د افغانستان د مشرانو جرګې ځینې غړي او د سیاسي چارو کارپوهان پاکستان په دغه حمله کې په لاس لرلو تورنوي.

دوی وايي، پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان او هند ترمنځ بې باروي رامنځ ته کړي او هم د افغانستان د سولې روانو هڅو ته زیان ورسوي.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارس د سې شنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې افغان حکومت باید د دې ډول حملو مخه ونیسي:

"د هند په قونسلګري حمله څرګندوي چې په مستقیمه توګه پاکستان په دې حمله کې لاس لري؛ کله چې پاکستان په مزارشریف ښار کې انتحاري حملې کوي؛ حکومت باید پټه خوله پاتې نه شي او خپل دریځ روښانه کړي او باید عملاً دا مساله روښانه کړي."

دروانې اوونۍ د دوشنبې په شپه څو تنو انتحاريانو په مزارشریف ښار کې د هند په قونسلګرۍ ډله ییزه حمله وکړه.

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، دغه حمله له ۲۵ ساعتونو جګړې وروسته د درېیو وسله والو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.

سیمه ییز روغتیايي مسوولان وايي؛ په دغه جګړه کې نهه تنه ټپیان شوي چې شپږ تنه یې افغان سرتیري او درې تنه یې ملکي وګړي دي؛ خو هندي اتباعو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

تردې د مه د یادې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

خو له دې وړاندې دې ته د ورته حملو مسوولیت تر ډېره وسله والو طالبانو منلی و.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پخوانیو حملو ته په کتو سره په دې حمله کې هم د پاکستان لاس و.

د چارو کارپوه مطیع الله خروټی وايي چې پاکستان غواړي په دا ډول حملو سره د هند او افغانستان ترمنځاړیکې خرابې کړي او د سولې پروسې ته هم زیان ورسوي.

"ټولو ته روښانه ده چې هره حمله چې په افغانستان کې کیږي د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو لاس په کې وي؛ ځکه پاکستان په تېرو څوارلسو کلو کې نااعلان شوې جګړه پرمخ بیایي؛ دا حملې چې په افغانستان کې ترسره کیږي او څوک یې مسوولیت نه مني؛ د دې ټولو شاته د پاکستان د استخباراتو لاس دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د مزارشریف د حملې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او وايي، اجازه به ورنه کړي چې طالبان د پردیو په اشاره خپلو هدفونو ته ورسیږي:

د کورنیو چارو وزیر صدیق صدیقي وویل چې د هند پر قونسلګرۍ حمله کې یوازې طالب وسله وال وژل شوي دي:

"د طالبانو هغه انتحاري حمله کوونکي چې مزارشریف ښار ته د حملې لپاره استولي وو؛ ټول له منځه تللي دي، خپل هدف ته نه دي رسېدلي، دوی به خپل هدف ته ونه رسیږي، زموږ هدف دا دې چې دوی له منځه یوسو؛ هرځای چې حمله وکړي، دوی به له منځه ځي، قونسلګري ته یې کوم زیان نه دی اړولی؛ هندی اتباع خوندي وو، یواځې طالبان وژل شوي دي."

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د هند پر یوه ډیپلوماټیک دفتر حمله کیږي؛ تر دې د وړاندې هم په کابل کې د هند پر سفارت د ناپېژنده وسله والو له خوا حمله شوې وه چې وروسته هندوستان د یادې حملې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې واچوله.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې کابل د یوشمېر انتحاري حملو شاهد و چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

د سیاسي چارو کتوونکي او د کابل پوهنتونو د حقوقو او سیاسي علومي استاد ودیر صافی وایي؛ حکومت باید د دې ډول حملو مخه ونیسي؛ څو د دوی او نورو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې زیانمنې نه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG