د هندوستان پر قونسلګرۍ حمله دې ۲۵ ساعتونو له جګړې وروسته د درېیو وسله والو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.
د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو د دوام علت په سیمه کې د ملکي تلفاتو څخه مخ نیوی وو، د بلخ د سرپرست والي ویاند منیراحمد فرهاد وايي چې په دې پېښه کې د هندوستان قونسلګرۍ هېڅ یوه ډیپلوماټیک مامور ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو تروریستانو د دوشنبې په شپه په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ وسله واله حمله ترسره کړه.
د هندوستان پر قونسلګرۍ حملې شاوخوا ۲۵ ساعتونو دوام څخه وروسته ددرېیو تنو وسله والو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.
د دوشنبې په شپه نږدې نهه بجې څو تنو وسله والو حمله کوونکو په مزارشریف کې لومړۍ د هند قونسلګرۍ په وړاندې درنې بمي چاودنې ترسره کړې او وروسته له هغې چې غوښتل یې د هند پر قونسلګرۍ ور ننوځي په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته د هندوستان قونسلګرۍ ته څېرمه په یوه تشه حویلی ور ننتوتل او په کې د جنګي مهماتو د ځای پر ځای کولو وروسته یې د افغان امنیتي ځواکونو سره وسله والې جګړې ته د ترې شپې تر ۱۰ بجو دوام ورکړ.
د پېښې په لومړېو ساعتونو کې د بلخ امنیتي چارواکو د یادې حملې په اړه ضد و نقیض راپورنو ورکړل، خو د وروستیو معلومات پر بنسټ چې په دې پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي دي.
په بلخ کې د ابو علي سینا حوزوي روغتون مسوولان وايي چې په ټپیان کې شپږ افغان پوځیان او درې تنه ملکي وګړي شامل دي.
د دې روغتون سر طبیب نور محمد فیض یې په اړه وویل:
"له سیمې څخه موږ ته نهه تنه ټپیان راوړل شوي دي، چې په کې درې ملکي کسان او شپږ تنه افغان پوځیان دي او د دوه تنو سرتېرو وضعیت نازک دی."
افغان امنیتي چارواکي تاییدوي چې د وسله والو حمله کوونکو اصلي موخه د هندوستان قونسلګرۍ وه چې د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله ونه توانېدل پر یادې قونسلګرۍ ور ننوځي.
چارواکي وايي چې د پېښو په لومړېو شېبو کې د هند قونسلګرۍ کارکوونکي او ډیپلوماټیک ماموران په موقع سره مصؤن او امن ځای ته انتقال شول چې په پېښه کې د دې ډیپلوماټیک بنسټ هېڅ یوه کارکوونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د تروریستانو او حمله کوونکو وسله والو د ځپلو په مقصد یادو عملیاتو کې د دفاع وزارت کماندو ځواکونو، د پولیسو د خاصې قطعې سرتېرو، د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو ګډون درلود.
د بلخ امنیتي ځواکونه وايي چې د وسله والو حمله کوونکو د ځپلو په مقصد عملیاتو له دې وجهې زیات دوام وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو ټوله هڅه دا وه، ترڅو ملکي وګړو ته تلفات وانوړي.
د بلخ د امنیت امرعبدالرزاق قادري د یادو عملیاتو په اړه داسې وايي:
"د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر مو عملیات ډیر ورو پر مخ تله چې په نتیجه کې یې درې تنه وسله وال وژل شوي دي او سیمه تر کنټرول لاندې ده."
په دې عملیاتو کې د دفاع وزارت د هوايي ځواکه هم استفاده وشوه.
تردې دمه په مزارشریف کې د هندوستان پر قونسلګرۍ د برید مسوولیت د افغان دولت هېڅ یوې مخالف وسله والې ډلې نه دی منلی.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د هند پر یوه ډیپلوماټیک دفتر د تروریستانو له خوا حمله ترسره کیږي، تر دې د مخه هم په کابل کې د هند پر سفارت د ناپېژنده وسله والو له خوا برېد شوی وه چې په کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته او د هند دولت د یاد برید پړه د پاکستان پر استخباراتي ډلې ای اس ای واچوله.
په داسې حال کې یو ځل بیا په افغانستان کې د هند پر یوه ډیپلوماټیک دفتر حمله کیږي چې د تېر په شان دا ځل هم د کشمیر پر لانجمې سیمې پر سر د هند او پاکستان هېوادونو اړیکې لا زیاتې کړکېچنې شوي دي.
مجیب الرحمن حبیب زی