د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د وسله والو ډلو جوړول حکومت ته ستر ګواښ


یوشمېر افغان سیاسي او پوځي پوهان وایي؛ کومې وسله والې ډلې چې د ځینو دولتي چارواکو له خوا د ترهګرو پرضد د مبارزې په نوم جوړې شوي؛ د حکومت پر وړاندې د یو جلا نظام معنی لري.

د داعش د ډلې پروړاندې د مبارزې ترنامه لاندې د وسله والو ډلو جوړول؛ د ځینو افغان سیاسي او پوځي کارپوهانو له خوا، نظام ته د یو خطر په توګه ګڼل کېږي.

دوی وايي، دغه وسله والې ډلې چې د هر مقام په ملاتړ جوړیږي؛ له قانون څخه سرغړونه او د حکومت پر وړاندې ودرېدل دي.

د سیاسي چارو پوه زبېر شفیقي په دې نظر دی چې دغه وسلې ډلې د حکومت کمزوري بهانه کوي:

"په مجموع کې غیرمسوولې وسله والې ډلې په اوسنیو شرایطو د دولت په ګټه نه دي؛ دغه خلک چې وسله والې ډلې د امتیازونو د ترلاسه کولو په مقصد وسله والې ډلې جوړوي؛ دوی دا بهانه جوړوي چې حکومت کمزوری دی."

د ننګرهار په ولایت کې د خلکو د ځواک په نامه د وسله والو ډلو په اړه ویل کېږي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر ملاتړ ورسره دی.

دا هم ویل کېږي چې د ننګرهار په ولایت کې د غو ډلو هغه مهال فعالیت پیل کړل چې ښاغلي قدیر څه موده مخکې؛ حکومت د داعش د فعالیتونو پر وړاندې، په بې پرواي تورن کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان وسله وال پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم په دې وروستیو کې؛ د ننګرهار په ولایت کې د یوې ناستې پر مهال خبرداری ورکړی چې که دغه وسله والې ډلې په خپل سر عملیات وکړي او د حکومت په تشکیلاتو کې تنظیم نه شي؛ پر وړاندې به یې اقدام وشي.

د ښاغلي شهیم په خبره د دې ډلو ترشا، د ولسي جرګې ځینې غړي ولاړ دي.

په عین وخت کې د ظاهر قدیر د د فتر رييس رویین صادر ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی قدیر د دې هرکلی کوي چې دغه وسله والې ډلې د حکومت په تشکیل کې شاملې شي:

"موږ د لوې درستیز د خبرو ملاتړ کوو؛ د خلکو ځواکونه تیار دي چې د دولت په چوکاټ کې؛ د دولت له ځواکونو سره اوږه په اوږه له هېواد نه دفاع وکړي.

دغه ډلې چې اوس له ځانه د د فاع په حالت کې دي او له حاجي ظاهر پورې یې تړي حال داچې حاجي ظاهر د دې خلکو جز دی. دې خلکو څلور پنځه میاشتې انتظار وایست، کله چې حکومت اقدام ونه کړ خلک مجبورشول چې د ځان د دفاع لپاره راپورته شي او د راپورته کېدل د دولت ترڅنګ: د دښمن په وړاندې."

پخوا تردې ویل شوي چې د اجرایي ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د میدان وردکو؛ د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په جوزجان او فاریاب او د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په کندز ولایتونو وسله والې ډلې جوړې کړې وې.

خو دا هغه څه دي چې یادو چارواکو رد کړي دي.

په عین وخت کې د پوځي چارو پوه یوسف ځاځي وايي؛ که حکومت د دغو وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام ونه کړي؛ یادې ډلې به په هېواد د کورنۍ جګړې د پیل لامل او ټولنه به له ګڼو سره مخ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG