د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

صدیقي: د حملې هدف د باران په نوم د بهرنیو یو کمپ و


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د نن ماښام حمله د باران په نوم د بهرنیو د یوه کمپ مخې ته شوې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې حمله موټر بم چاودنې ته ورته ده؛ خو پولیس سیمې ته رسیدلي او له څېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د باران په نوم د بهرنیو کمپ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ختیځ لور ته پروت دی.

که څه هم ښاغلي صدیقي د حملې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل؛ خو د ازادي راډیو خبریال چې د پېښې په سیمه کی دی د عینی شاهدانو په حواله وایي چې حمله مرګ ژوبله لري او یوشمیر ټپیان په امبولانسونو کې انتقال شوي دي.

بل لورته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د پولیسو قومندان حق نواز حقیار ازادي راډيو ته وویل چې په دغې موټر بم حمله کې تراوسه د پنځو پولیسو ټپي کیدل تائیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د حامد کرزي هوایي ډګر ته نږدې یوه چاودنه وشوه چې د امنیتي مسئولینو په وینا دا چاودنه د هغو موادو له امله وه چې د انتحاري حمله کوونکي په موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د نوي میلادي کال له پیل راهیسې چې یواځې څلور ورځې یې تیرې شوي، دا په کابل کې دریمه حمله ده چې کیږي.

لومړنۍ حمله د تیرې جمعې په ماښام د قلعه فتح الله په سیمه کې د بهرنیو یوه میلمستون ته نږدې وشوه.

بل لورته تیره دوشنبه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ختیځه څنډه کې د ترکي اتباعو پر یوه موټر موټر بم انتحاري حمله وشوه چې یو کس یې وواژه او ۳۳ نور یې ټپيان کړل.

نور جزیات:

د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې یوه درنه چاودنه شوې ده.

تراوسه د کابل امنیتي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو عیني شاهدانو وايي چې چاودنه د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګر ختیځې څنډې ته شوې ده.

د چاودنې غږ ډېر دروند و او د مرګ ژوبلې وېره هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د حامد کرزي هوایي ډګر ته نږدې یوه چاودنه وشوه چې د امنیتي مسئولینو په وینا دا چاودنه د هغو موادو له امله وه چې د انتحاري حمله کوونکي په موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

تراوسه د نن ماښام د حملې هدف نه دی معلوم او مسئولیت یې هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د نوي میلادي کال له پیل راهیسې چې یواځې څلور ورځې یې تیرې شوي، دا په کابل کې دریمه حمله ده چې کیږي.

لومړنۍ حمله د تیرې جمعې په ماښام د قلعه فتح الله په سیمه کې د بهرنیو یوه میلمستون ته نږدې وشوه.

XS
SM
MD
LG