د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د مخابراتو وزیر د ولسي جرګې له استیضاح څخه بریالی ووت


د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر د استیضاح لپاره ځانګړې شوې وه چې وکیلانو د هغه په تړاو د فساد ګڼ موارد راټول کړي وو؛ خو وزیر عبدالرزاق وحیدي له دې غونډ‌ې بریالی راووت.

د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانوادعا درلوده چې ښاغلي وحیدي په وزارت کې غیرقانوني مقررۍ کړي؛ هغه په مالي او اداري فساد کې ښکېل دی؛ له خپل صلاحیته ناسمه استفاده کوي او د ده په وخت کې د افغان ټیلکام دولتي شرکت عواید په کمېدو دي.

خو د وکیلانو د پوښتنو له اورېدو وروسته نوموړي ډیرې اندیښې بې ځایه وبللې او ویې ویل چې د ده کړنې قانوني دي او د مخابراتو وزارت د پرمختګ په لوري یې ګامونه اخیستي دي:

"په ټوله کې د مخابراتو وزارت عواید ۳۰ فیصده لوړ شوي دي ایا تاسې ته دا خبر هم چا ویلی؟ ایا تاسې ته ویل شوي چې سږ کال زموږ مصرفي بودجه ۵۶ فیصده وه؛ زه بخښنه غواړم چې تاسې ته منفي او په بشپړه توګه بې اساسه معلومات درکړل شوي دي."

له دې سره ښاغلی وحیدي وايي چې ده په خپل صلاحیت یوازې په هلمند ولایت کې د مخابراتي خدماتو د پایښت لپاره د سلام شبکې پنځه انتونونو ته د فعالیدو ویلي دي؛ خو نوره هېڅ چاره یې غیر قانوني نه ده.

وروسته له دې چې عبدالرزاق وحیدي د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل؛ بیا هم وکیلانو د هغه وضاحت د قناعت وړ و نه باله.

له دې ډلې کمال صافی وايي:

"وزیر صاحب تالار ته څو داسې خبرې وکړې چې موږ ته یې سخت د بې سوادانو فکر وکړ؛ کوم ستراتژي او پلانونه چې ده یاد کړل؛ په خدای قسم که یو په وزارت کې موجود وي؛ هېڅ ستراتیژي نه لري، هېڅ پلان نه لري، دلته یې موږ ته ګپ راکړ، ده په موږ ریشخند وواهه."

له دې وروسته اداري هیت له داخلي اصولو سره سم وزیر ته د باور رایې ورکولو او یا ورڅخه اخستلو لپاره صندقونه کېښوده.

د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل چې له ښاغلي وحیدي څخه د اعتماد اخستلو لپاره ۱۲۱ رایې هدف دی.

په دې ورځ ۱۸۴ وکیلان رایې ورکولو ته حاضر وو.

له رایې شمېرنې وروسته ۱۰۴ وکیلانو د وزیر د اعتماد سلبېدو او ۷۱ نورو هغه ته د تاید رایه ورکړې وه.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د غونډې په پای کې وویل چې وزیر له استیضاح بریالی ووت او له قانون سره سم کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي:

"له اجنډا سره سم نن د مخابراتو وزیر استضاحیه غونډې ته حاضر شو او د هغه توضیحات د ولسي جرګې له خوا د اعتماد وړ وګرځېده؛ نو وزیر لکه د پخوا په شان کار ته دوام ورکوي او وزیر دی."

عبدالرزاق وحیدي ته د تېرو نهو میاشتو راهیسې د مخابراتو او معلواماتي ټکنالوجی د وزارت چارې سپارل شوي دي.

په دغه وزیر داسې وخت د اداري او مالي فساد او ناقانونه کړنو تورونه د ولسي جرګې له خوا پورې کیږي چې په دې وروستیو کې د عامو خلکو تر منځ هم ورځ تر بلې د مخابراتي په تېره بیا د انترنتي خدماتو د بې کیفیته کېدو شکایتونه په ډېرېدو دي.

XS
SM
MD
LG