د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د فوټبال افغان لوبډلې د جنوبي اسیا په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ


افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د هند په وړاندې په وروستۍ لوبه کې دوه د یو په وړاندې پایلې سره ماته وخوړه او دویم مقام یې ترلاسه کړ.

که څه هم افغان لوبډلې په دې لوبه کې ډېر چانس درلود خو بیا هم ونه توانېده چې د خپلې تېر ځل اتلولۍ ساتنه وکړي.

افغان ټیم دوه ځل مخکې هم د هند له ټیم سره د جنوبي اسیا د فوټبال په وروستۍ لوبه کې مخ شوی و چې یو ځل یې دا ټيم په ۲۰۱۳ کال کې مات کړی و او د اتلولۍ جام یې ګټلی و.

XS
SM
MD
LG