د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د نورستان په کامدیش کې یو شمېر ښځې انتحاري حملو ته روزل کیږي


د نورستان ولایتي شورا او مدني فعالان تاییدوي چې په کامدیش کې یو شمېر ښځو ته د انتحاري حملو روزنه ورکول کیږي.

د نورستان د ولایتي شورا مرستیال عمرفاروق قانوني ازادي راډیو ته وویل چې د کامدیش په ګوهردیش کې ځینو ښځو د وسله والو حملو او انتحاري بریدونو روزنه ترلاسه کړې ده.

اخوا د نورستان مدني فعالان هم وايي چې په ګوهردیش کې ښځې د وسله والو مخالفینو له خوا د انتحاري او وسله والو حملو روزنه ترلاسه کوي.

د نورستان امنیتي چارواکي بیا ردوي چې ښځې دې په کامدیش کې د انتحاري او وسله والو حملو روزنه ترلاسه کړي.

په نورستان کې ولایتي شورا او مدني فعالان تاییدوي چې د کامدیش په ګوهردیش کې ښځې انتحاري حملو ته چمتو شوي او غواړي چې د افغان دولت پرضد په وسله والو حملو کې برخه واخلي.

د نورستان د ولایتي شورا مرستیال عمر فاروق قانوني د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی څو ځله د یادې ستونزې په اړه شکایت کړی خو مرکزي حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلي فاروق زیاته کړه:

"زه تاییدوم چې ښځې هلته له طالبانو سره یوځای شوي دي او بېرته زموږ ملي اردو یا سرحدي پولیسو ته ضرر رسوي. مرکزي حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې. موږ په خپله ګېله من یو. ولایتي شورا څو ځله زنګونه وهلي دي. باید مرکزي حکومت په کامدیش، برګمټال یا وایګل کې عملیات وکړي که عملیات ونه کړي اخر دا سیمې سقوط کوي."

ښاغلي قانوني وویل، که څه هم اوس دا ښځې چې د ګوهردیش په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري د انتحاري او وسله والو حملو روزنه ترلاسه کوي کم دی خو کیدای شي که مخنیوی یې ونه شي یو لوی سرخوږی جوړ کړي.

نورستان چې د افغانستان له لیرې پرتو سرحدي ولایتونو څخه دی په اوو ولسوالیو کې یې له ډېرو کلونو راهیسې نا امني روانه ده چې کامدیش هم د پاکستان چترال ته د نږدې موقعیت په خاطر د وسله والو مخالفینو مرکز پاتې شوی دی.

د نورستان مدني فعالان وايي، اکثر دا ښځې چې د کامدیش په ګوهردیش کې له وسله والو مخالفینو سره یوځای شوي او د انتحاري او وسله والو حملو روزنه ترلاسه کوي مېړونه یې په جګړو کې وژل شوي دي.

د نورستان یو مدني فعال او خپلواک ژورنالیست صاحب داد همدرد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځې اوس په ګوهردیش کې په جګړو کې برخه اخلي.

ښاغلی همدرد زیاتوي:

"د نورستان لېرې پرتې سیمې چې کنټرول یې له ډېر پخوا د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي. اوس دا موضوع چې دلته ښځې روزنه ترلاسه کوي د انتحاري حملو څه وخت مخکې هم په دو اب کې دا موضوع راپورته شوې ده. دا موضوع شته. خو چارواکي یې په اړه څه نه وايي. دې کار خلک اندېښمن کړي دي."

د ښاغلي همدرد په خبره که د دغو ښځو د فعالیتونو مخه ونه نیول شي نو کیدای شي شمېر یې زیات او د وسله والو مخالفینو لیکې قوي شي.

خو د نورستان امنیتي چارواکي دا مساله ردوي چې د مخالفینو په لیکو کې دې ښځې هم فعالیت وکړي او ان انتحاري حملو ته تیارې شي.

د نورستان امنیه قومندان محمداکرام سریع د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې ښځې انتحاري او وسله والو حملو ته چمتو شي.

ښاغلي سریع زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان هغه څه چې ادعا کوي په هماغې اندازه د افغان پوځیانو په وړاندې مقابله نه شي کولای. تر اوسه د داسې یو کار شاهد نه وم چې په نورستان کې کومه ښځه د انتحاري حملو په تور نیول شوې وي. ماته په دې اړه تر اوسه له کومې سرچینې یا کشفي برخو څه نه دي ویلي او شواهد نشته."

ښاغلي سریع وویل چې افغان پوځیانو په دې وروستیو کې په کامدیش کې عملیات وکړل چې په کې ۱۰ مخالفین ووژل شول او ۱۴ نور ټپيان شول او وسله وال مخالفین دومره هم فعاله نه دي چې د افغان پوځ پیاوړتیا تر پوښتنو لاندې راولي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان په ختیځ کې د نورستان د اوو ولسوالیو واما، برګیمټال، کامدیش، مونډول، وایګل، دواب او نورګرام له ډلې یواځې واما په بشپړه توګه د افغان دولت په کنټرول کې ده خو په نورو ولسوالیو کې یې نا امنۍ موجودې دي او اوسیدونکي یې په روانو جګړو کې قربانۍ ورکوي.

صفي الله ستانکزی- کابل

XS
SM
MD
LG