د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د افغان حکومت اجرایه ریس په یوه رسمي سفر ایران ته ځي


ټاکل شوې د افغان حکومت اجراييه رییس سبا په یوه درې ورځني سفر د ایران په بلنه تهران ته سفر وکړي.

د دغه ریاست ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عبدالله عبدالله به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره له ترورېزم سره په ګډې مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان ایران ته د ښاغلي عبدالله سفر ګټور بولي او وايي، دغه هېواد د افغانستان په سیاسي، نظامي او سوداګریزو پروسو کې ښکېل دی او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې جدي ونیول شي.

په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره ګډه مبارزه او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا هغه اساسي موضوګانې دي چې ایران ته به د اجراييه رییس او د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ بحث پرې وشي.

د اجراييه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې عبدالله عبدالله د یوه حکومتي لوړ پوړي پلاوي په مشري په درې ورځني سفر د دوشنبې په ورځ د ایراني چارواکو په بلنه تهران ته سفر وکړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"ټاکل شوې د ځوانانو او ګرځندوې او همدا رنګه د سوداګرۍ د دوه اړخیزو همکارېو د پیاوړتیا په برخه څو توافقنامې کې لاسلیک شي، اصلي بحث چې په دغه سفر کې مطرح کیږي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو استحکام او پراختیا او همدارنګه له افغانستان سره د ایران د همکارېو دوام او په سیمه کې له ګډ امنیتي ګواښ سره مبارزه د دغه سفر د بحث اصلي محور او مهم ټکي جوړوي."

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، ټاکل شوې عبدالله عبدالله د دې سفر په جریان کې د چابهارله بندره هم لیدنه وکړي.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدا راپه دې خوا دا لومړی ځل دی چې د حکومت اجرايیه رییس ایران ته رسمي سفر کوي.

د افغانستان ملي امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په کابل کې د ایران له سفیر سره هم د دغه سفر په چمتوالي خبرې کړي او په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی اتمر هم د ایران په سفر کې د عبدالله عبدالله ملګری دی.

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارېو توافقنامې هم لاسلیک شي.

ایران ته د اجرایي ریس سفر په داسې حال کې کیدونکی دی چې ولسمشر اشرف غني هم تیره اوونۍ وویل چې له ایران سره د وچو بندرونو د جوړولو هوډ لري او کابل ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر پرمهال په دې ټینګار وشو چې د چابهار بندر له لارې باید د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان چارواکو ایران په وارــ وار تورن کړی چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او له څه مودې راهیسې د افغانستان په جنوب او جنوب غرب ولایتونو کې د داعش د ځپلو لپاره له افغاني طالبانو سره مرستې کوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ایران او وسله واله طالبانو ترمنځ مستقیمو اړیکو ته په کتو په دې باور دي چې افغان حکومت کولای شي له دې اړیکو څخه د هېواد د ثبات لپاره ګټه واخیستل شي.

په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر او د چارو کارپوه روح الله امین وايي:

"ایران یو له هغه مهمو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په سیاسي او پوځي پروسو کې شامل دی، ایران داخل کې په زیاتو پروسو تسلط لري، که دا هرڅه د افغان حکومت په کنټرول کې راشي، کولای شي په دې پروسو تاثیر واچوي، که ښه استفاده ورنه وشي، ګټور تمامیږي، نو له همدې امله زه فکر کوم چې دا سفر او روابط چې جدي ونیول شي کولای شي، د افغانستان د ثبات په ګټه تمامېدای شي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم ایران ته د افغانستان د اجراييه رییس سفر مهم ګني او وايي چې افغانستان او ایران دواړه د اقتصادي همکارېو یا ایکو سازمان غړي دي او د دوی په وینا دا دواړه هېوادونه کولای شي په خپلو منځو کې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې پراخې کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG