د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

مسلمیار:د افغانانو د قربانیو نتیجه دې د سولې په ټینګښت تمامه شي


د مشرانو جرګې مشر وایي چې د افغانانو د اوږدمهاله قربانیو نتیجه باید د سولې په ټینګښت تمامه شي.

فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې سوله د افغانانو اړتیا ده او باید په دې برخه کې نه دریدونکې هڅې وشي.

په اسلام اباد کې د سولې د مذاکراتو لپاره د څلور اړخیزې ناستې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وایي چې سوله د افغانانو اړتیا ده او باید ټينګه شي.

فضل هادي مسلمیار د یکشنبې ورځې په عمومي جلسې کې وویل چې افغانانو د سولې د ټينګښت لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي دي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"سوله د افغانستان د خلکو اړتیا ده، موږ د خپلو خلکو لپاره سوله غواړو، سوله د افغانستان د ۱۳ کلن لاسته راوړنو او د افغانستان د ۱۳ کلن قربانیو په نتیجه کې باید راشي او د دوې قربانیو ته باید احترام وشي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبې په اسلام اباد کې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزې غونډه جوړه شي.

ولسمشرغني ویلي چې د دغو څلور اړخیزو خبرو لومړۍ غونډه به د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام اباد او دویمه به یې په کابل کې جوړه شي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړي بیا وایي چې پاکستان به د تېر په څير یو ځلي بیا د سولې په برخه کې صادقانه همکاري ونه کړي.

سناتور نظرمحمد فقیري په دې اړه وویل:

"د سولې په برخه کې پاکستان له افغانستان سره صادق نه دی دوې تل درواغ ویلي او هسې موږ سره په چل او فریب چلیږي."

له بلې خوا د دې جرګې بل غړي بهادر شاه واصفي وویل چې د سولې لپاره باید یو منطقي میکانېزم برابر شي او د جګړې د ښکلیو غاړو ترمنځ اوربند وشي.

ښاغلي واصفي زیاته کړه:

"نن ورځ د سولې خبرې پورته کیږي دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په هر ګوډ کې جګړو او نا امنیو زور اخیستی، اوس خبره دلته ده چې سوله له چاسره باید وشي زما عقیده دا ده چې د سولې لپاره باید یو منطقي میکانیزم برابر شي، اوربند وشي او له هغه وروسته دې د سولې پروسې د عملي کېدو لپاره ګام واخیستل شي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې د سولې پروسې د پرمخ بیولو لپاره هڅې زیاتې شوي او پاکستان هم یو ځلي بیا ژمنه کړې چې افغان حکومت سره په دې برخه کې مرسته کوي.

بل لورته ولسمشر اشرف غني ویلي، له پاکستان سره دې موافقې ته رسیدلی چې د سوله خوښوونکو او جګړه خوښونکو وسله والو ترمنځ باید توپیر وشي او هغه مخالفین باید وځپل شي چې سولې ته نه حاضریږي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG