د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

قدم شاه: خپل سري وسله وال دې د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي


د ملي پوځ لوی درستیز ډګرجنرال قدم شا ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال رسنیو ته ویلي په دې ولایت کې د وسله والو پر ضد یوازې هغو حرکتونو ته اجازه ورکوي چې د قانون په چوکاټ کې وي.

نوموړي د شنبې ورځې په مازیګر په اچین ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل، پاڅون کوونکو ته ګواښ وکړ چې د حاجي ظاهر په لارښوونه د داعش پرضد مبارزه يې پيل کړې.

قدم شاه له دغو وسله والو وغوښتل چې د دوی د چتر لاندې باید امنیتي لیکو ته جذب شي کنه امنيتي ځواکونه به يې پر وړاندې ګام پورته کړي.

ښاغلي قدم شاه زیاته کړه:

"غیرې مسول وسله وال موږ سره مشروعیت نه لري او د فعالیت اجازه هم ورته نه ورکوو شاوخوا ۲۰۰ غیرمسول وسله وال چې تقریباً د جلال اباد ښاره ۱۵ کیلومټره لري د غني خیلو او اچین ولسوالیو ترمنځ پراته دي او داعش په خلاف راپورته شوي دوی ته موږ دعوت ورکړ چې راشئ د قانون په چوکاټ کې ملي، پولیس، محلي پولیس لیکو ته راشي دلته د راتګ زموږ هدف هم دا و چې دا خپل سري خلک ارزیابي کړو او دعوت ورکړو."

قدم شاه هغه اوازې هم رد کړې چې ګوندې ننګرهار به د وسله والو پر مرکز بدلیږي.

ده وویل، د داعش او طالبانو وسله والې ډلې د ډیورنډ کرښې ته څيرمه په یو شمېر سیمو کې شته خو د هغوی پر وړاندې به ځمکني او هوايي بریدونه ترسره کړي:

"یقیناً زموږ د کشفي راپورونو پر اساس د ډیورنډ فرضي کرښې ته څيرمه په ځينو سیمو کې د دولت ضد وسله وال موجود دي او په همدې خاطر موږ هوايي بریدونه تنظیم کړي نن هم تاسو ولیدل چې د دوی یو ډیپو مو له منځه وړی او پلان د دې لرو چې د هوايي بریدونو په تعقیب توپچي او ځمکینې عمليات پيل کړو تر څو ساحه تصفیه شي او خلک خپل ژوند ته ادامه ورکړي."

د ملي دفاع وزارت چاراکو ننګرهار ته داسې مهال سفر وکړ چې په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواکونو له خوا په دې ولایت کې د داعش وسله والې ډلې پرضد هوايي بریدونه زیات شوي.

د امنيتي چارواکو په وینا په دې بریدونو کې په لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پورې اړوند د وسلو یوه زیرمه هم له منځه وړې ده.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG