د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په ننګرهار کې د داعش پرضد عملیات پراخ شوي


د افغانستان د پوځ لوی درستیز ډګر جنرال قدم شاه شهیم د یاغیانو په وړاندې د افغان ځواکونو د فعالیتونو د ارزونې لپاره پرون ننګرهار ته سفر وکړ.

په ننګرهار کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې خلاف د افغان ځواکونو عملیات په دې وروستیو کې ګڼ او پراخ شوي دي.

د ننګرهار چارواکو وړمه ورځ په دغو عملیاتو کې د داعش د وسله والې ډلې د ۲۶ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د افغانستان د لوی درستیز لومړي مرستیال جنرال مراد علی مراد په ېوې ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې لوی درستیز ننګرهار ته د دغه سفر په ترڅ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو لیدنه وکړه او په جګړه کې یې د شاملو قطعات فعالیتونه وارزول،لارښوونې یې وکړې او په اولویاتو یې ټینګار وکړ.

هغه وویل چې افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د اچین په ولسوالۍ کې خپلو ځمکنیو او هوايي بریدونو کې داعش ډلې ته درانه تلفات اړولي دي. جنرال مرادعلی وویل چې ولسي خلکو هم د داعش په وړاندې عملیاتو کې برخه اخیستې:

"د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو ترڅنګ ولسي خلکو هم د ولسي پاڅونونو لپاره خپل فعالیتونه پراخ کړي دي او په هغو ځایونو کې چې داعش ډلې د خلکو په ځورولو لاس پورې کړی وو خلکو یې هم په مقابل کې جدي عکس العمل ښودلی دی."

طالبان او داعش دواړه د دولت خلاف دي، جنرال مراد علي مراد د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې دولتي ځواکونه د دغو ډلو خلاف خپلو عملیاتو کې کومې ډلې ته اولویت ورکوي وویل:

"موږ د هرې یوې ډلې فعالیتونه بیل ارزیابي کوو. موږ د هرهغه کس په وړاندې چې د افغانستان خلک ځوروي عکس العمل ښیو او هرعمل ته یې ځواب وایو ."

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د هغو وروستیو رپوټونو په هکله چې په کې د ننګرهار په یوې سیمه کې له هليکوپټرو د داعش دوسله والو کسانو د کوزیدو ادعا شوې وه وویل چې تر اوسه یې په دې هکله د قناعت او تایید وړ کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

جنرال مراد زیاته کړه چې کومې خبرې چې ځیني رسنۍ یا ملکي خلک یې په دې هکله کوې موږ یې کافي معلومات نه لرو.

د افغانستان د لوی درستیز لومړي مرستیال په ننګرهار کې د داعش د راډیويي تبلیغاتو په هکله وویل چې دغه خپرونې موقتې دي، کله ناکله اوریدل شوي دي او په سیار شکل ترسره کیږي، تر اوسه یې ځای نه دی تثبیت شوی، کشفي ارګانونه فعالیت کوي چې کله نتایج ترلاس شول په مقابل کې به یې تصمیم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG