د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

ځیر: په هېواد کې د ډېریو ناروغیو درملنه شونې ده


که څه هم په هېواد کې د بې کیفیته درملنې او په دې برخه کې د کمو امکاناتو څخه ډېر شکایتونه موجود دي؛ خو د روغتیا وزارت چارواکي ادعا کوي چې افغانستان اوس مهال د پرمختللو ناروغیو د علاج وړتیا لري.

د دغه وزارت چارواکو چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د زړه ناروغیو د علاج په برخه کې د امیري کمپلکس په نوم د یوه خصوصي روغتون په خدماتو خبرې کولې ټینګار وکړ چې دا ډول ډېر روغتونونه شته چې بهرنیو هېوادونو ته یې د افغانانو اړتیا کمه کړي ده.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس محب الله ځير وايي چې د عصري روغتونو له جوړېدو سره خلکو ته په کار ده چې په خپلو ډاکټرانو اعتماد وکړي:

"له نیکمرغه نن ورځ زموږ او ستاسې هېواد او د عامې روغتیا وزارت د دې وړتیا پیدا کړې چې اکثره ناروغی په هېواد کې دننه ستاسې خپلو ډاکټرانو په واسطه دوا شي. خو یو شمېر وطنوال چې اوس هم د علاج لپاره بهر ځي راګرځول یې سخت کار دی؛ ولې ستاسې ډاکټر لایق دی، هغو خدماتو ته په کتو چې ستاسې په هېواد کې شته بهر ته مه ځئ."

ښاغلی ځير وايي چې لا هم په میلیونونو ډالر پانګونه د درملنې لپاره له هېواده بهر وځي چې دې کار د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان ډاکټرانو وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

په افغانستان کې د عصري درملنې ډاډ داسې وخت ورکول کیږي چې ډېری افغانان په هېواد کې دننه د ځینو جدي ناروغیو علاج ممکن نه ګڼي.

دوی وايي چې په هېواد کې د ناروغیو تشخیص ستونزمن وي؛ درمل تر ډېره بې کیفیته وي، روغتونونه که د امکاناتو اعلانونه هم کوي، خو ترې استفاده نه کوي او ګڼې نورې نیمګړتیاوې.

د امیري کمپلکس مسوولین هم ځينې دا ستونزې مني؛ خو وايي چې دوی په شته امکاناتو یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې د پنځه سوه څخه د ډېرو ناروغانو د زړه د بیماریو علاج کړی دی.

د دغه کمپلکس مشر میرویس امیري رسنیو ته وویل چې هڅه کوي؛ دا مرکز د سیمې په کچه د زړه د ناروغیو په یوه مهم مرکز بدل شي:

"په شپږو میاشتو کې د زړه د عملیاتو شمېره له سلو زیاته شوې؛ نه یوازې چې شمېره لوړه شوې بلکې ټول عملیات کامیاب هم دي؛ د دې تر څنګ د څلور سوو په شاوخوا کې انجیوګرافي او انجیوپلاستي هم شوي دي؛ په راتلونکي کې هڅه دا ده چې دا ځای په سیمې په کچه نوم ولري."

هغه وايي چې په افغانستان کې د زړه د ناروغیو علاج نه یوازې اوس ممکن دی بلکې د ګاونډیو ډېرو هېوادونو په پرتله ارزانه هم دی.

په دې کمپلکس کې بستر ځینې ناروغان وايي چې بهر ته د تلو وړتیا یې نه لرله؛ خو دلته تر اوسه له علاجه راضي دي:

"لور مې چې د درېیو میاشتو وه، د زړه مرض ورته پیدا شوی مخکې دلته امکان نه و چې علاج یې وشي؛ دلته مې ډېرو ډاکټرانو ته بوتله، خو امکان یې نه و بیا مې بیخي پریښودله همداسې وه اوس اوه میاشتې کیږي چې سرې میاشتې دلته معرفي کړي یو او دا دا عملیات یې وشوه شکر اوس ښه ده."

که څه هم په هېواد کې د د زړه په ناروغیو د اخته کسانو دقیقه شمېره معلومه نه ده؛ خو په دې وروستیو کې ډېرو روغتونونو په دې برخه کې د درملنې څانګې پرانیستي دي.

له دې وړاندې په کابل کې د فرانسویانو روغتون هم په دې برخه کې د خدماتو څانګه پرانسته چې وايي په یوه کال کې به شاوخوا د لس زره ناروغانو علاج وړتیا ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG