د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

"د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په ټاکلې موده وشي"


افغان حکومت ډاډ ورکوي چې له ټاکلې مودې سره سم به په هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي او د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې جوړېدو لپاره یې هم هڅې پیل کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د خلکو له غوښتنې سره سم حکومت هڅې کوي چې له انتخاباتو وړاندې په انتخاباتي نظام کې اصلاحات راشي او بیا په ټاکلې مودې کې انتخابات ترسره کړي:

"موږ خپلې هڅې کوو، څه ډول مو چې خلکو ته ویلي وو؛ لومړی به په انتخاباتي نظام کې اصلاحات راځي؛ بیا به انتخابات ترسره کېږي او له انتخاباتو وروسته به لویه جرګه رابلل کیږي؛ موږ خپلې هڅې کوو چې دا هر څه په خپل وخت ترسره شي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د راتلونکي کال د اوړي او مني ترمنځ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي.

خو د حراست او ثبات شورا وايي، حکومت په پام کې لري، په یاده موده کې چې د سیاسي تفاهم له مخې ټاکل شوې وه؛ د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه د راتلونکي کال په سنبله کې ترسره شي ناممکنه کړي.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي؛ په هغه وخت کې چې حکومت د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره نېټه ټاکلې د جګړې موسم وي او انتخابات امکان نه لري.

یاده شورا چې تازه رامنځ ته شوې او ځان د حکومت مخالف اپوزیسیون بولي؛ که څه هم د انتخاباتو د ترسره کېدو هرکلي کوي؛ خو سپارښتنه کوي چې ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره مناسب وخت د راتلونکي کال د پسرلي او اوړي ترمنځ دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د حراست او ثابت شورا څرګندونې له حکومت سره د دوی سیاسي مخالفت بولي؛ خو راتلونکي انتخابات په امنیت پورې مشروطه وي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی وايي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو د انتخاباتو په وړاندې امنیت تر ټولو جدي او لوی ګواښ دی:

"اشرف غني ادعا کړې چې موږ ژمن یو د راتلونکي کال د اوړي او مني ترمنځ به انتخابات ترسره کړو؛ دا امکان نه لري، انتخابات سل په سلو کې په امنیت پورې مشروط دي؛ که چېرې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شي او سر له اوس له تخنیکي پوله ورته کار وشي او که امنیت ټینګ نه شي؛ نو انتخابات نه شي ترسره کېدای."

حکومت په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په اړه چمتوالی ښودلی چې تراوسه د انتخاباتي کمیسیونونو د کمیشنرانو برخه لیک نه دی معلوم.

بل خوا د ولسوالیود نفوس د دقیقي احصایې نشتوالی؛ مالي او تخنیکي مرستې او خراب امنیتي وضعت هغه څه دي چې د ولسي جرګې او ولسواليو د شورګانو راتلونکي انتخابات له جدي ننګونې سره مخ کولای شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG