د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

شاهد: هیله ده څلور اړخیزه غونډه طالبان د سولې خبرو ته راوګرځوي


افغان حکومت دا ځل له یوه پیاوړي او جدي دریځ څخه د سولې لړۍ پیل کړې او د سولې عالي شورا هیله منده ده چې د اسلام اباد څلور اړخیزه ناسته به، سولې ته لاره اواره کړي.

کومه ناسته چې په څو راتلونکو ورځو کې په اسلام اباد کې جوړیږي؛ د سولې عالي شورا یې په هکله وايي، کابل هڅې کوي چې له دې لارې څخه سولې ته نږدې شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد؛ که څه هم د دغو مذاکراتو لپاره د حکومت د اجنډا په هکله څه نه وايي؛ خو تاکید کوي چې افغان حکومت دې دا ځل د سولې د مذاکراتو لپاره جدي عمل وکړي. دې د دې مذاکراتو پر افغاني کولوهم تاکید کوي.

ښاغلی شاهد زیاتوي د افغانستان د سولې عالي شورا هیله منده ده چې د دې مذاکراتو ګډون کوونکي هېوادونه باید په صداقت سره طالبان د سولې مذاکراتو ته رامات کړي:

"موږ به په جدیت سره د سولې هڅې پیلوو؛ هیله ده دا ځل دا ناستې د تصمیم ګیرۍ مرحلې ته ورسیږي. د سولې عالي شورا دا غواړي چې یوه دقیقه طرح ورته جوړه او د ټولو اړخونو صاد قانه همکاري په کې جلب شي؛ د مخالفینو معقول شرایط به منل کیږي او پر غیرمعقولو به یې ټینګار نه کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رييس اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې، په اسلام اباد کې د سولې د مذاکراتو لپاره؛ د څلور اړخیزې ناستې د جوړېدو یادونه وکړه.

ښاغلي غني وویل، دا به د سولې د مذاکراتو د څلوراړخیزې ناستې د جوړېدو لپاره چې د جنوري په شپاړسمه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون جوړیږي؛ لومړنۍ ناسته وي.

ښاغلی غني وايي، کومې ترهګرې ډلې چې د سولې له دې بهیر سره نه یوځای کیږي؛ پر وړاندې به یې عمل وشي.

ځینې کار پوهان دغه ناسته د افغانستان د سولې د پیلېدو لپاره ښه موقع ګڼي.

د دې کارپوهانو له ډلې فدامحمد نظري وايي؛ افغانستان باید له امریکا وغواړي چې پر پاکستان فشار راوړي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو پښه لنډه کړي:

"ښه دا ده چې افغانستان په دې برخه کې خپله هوښیاري وساتي؛ پاکستان له امریکا او چین سره ښه روابط لري؛ سوله د هغو په ګټه هم ده او په دې برخه کې باید زیاته توجه وشي؛ ځکه امریکا په نورو ملکونو کې لکه سوریه کې هم له ستونزو سره مخ ده او داعش هم په افغانستان کې پیدا شوی دی."

کارپوهان داهم وايي، دغه ناسته به هغه مهال ښه نتیجه ورکړي چې افغانستان پرې نه ږدي چې پاکستان ځنې د ځان په ګټه کار واخلي.

فدامحمد نظرې داهم وايي، پاکستان د امریکا او چین تر اغیز لاندې دی او افغانستان باید د غه وړتیا ولري دغه اغېز د سولې پر اړخ راوڅرخوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG