د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۵

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا کپ فاینل ته لار وموند


آرشیف

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون (پنج شنبې) د سریلانکا د فوټبال ټیم ته ماتې ورکړه او د جنوبي اسیا هېوادونو د فوټبال وروستۍ سیالۍ ته یې لاره پيدا کړه.

د افغانستان لوبډلې پرون سریلانکا پر ګُل پنځه ګولونه ووهل، خو د سریلانکا لوبډله د یوه ګول په وهلو هم بریالۍ نه شوه.

د افغانستان د فوتبال لوبډلې مرستیال روزونکي، علي عسکر لعلي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ملي لوبډلې لوبغاړي د اتلولۍ د ګټلو لپاره تیاري نیسي.

د افغانستان وروستۍ/فاینل سيالۍ له هند سره ده.

ښاغلي لعلي څرګنده کړه چې هند پیاوړی ټيم لري، خو افغان لوری به هڅه کوي چې د اسیا د جنوب هېوادونو د فوټبال د سیالیو د اتلولۍ جام کابل ته یوسي.

هغه وايي:

"موږ به ډېره هڅه کوو چې جام کابل ته یوسو. زموږ لوبډله پر هند پیاوړې ده. موږ د هغوی په پرتله ښه انسجام او تیاري لرو. زموږ لوبغاړي په ښه روحیه سیالۍ ته تیاري نیسي. زموږ لوبډله بشپړه تیاري لري چې د اسیا د جنوب هېوادونود فوټبال د اتلولۍ له لقبه دفاع وکړي. د افغانستان لوبډلې د پرونۍ مسابقې د لومړۍ نیمايي په وروستیو شېبو کې، لومړی ګُل وواهه، خو په دوهمه نیمايي کې د ګولونو سلسله جاري وه او سریلانکا لوبډلې چې په دفاعي حالت کې وه، څلور ګُلونه وخوړل."

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د جنوب هېوادونو د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې تر اوسه ۱۵ ګُلونه وهلي او یوازې یو ګُل یې خوړلی دی.

افغانستان د بنګله دېش لوبډلې ته د صفر په مقابل کې ۴، د بوتان لوبډلې ته د صفر په مقابل کې ۳، مالدیف ته د صفر په مقابل کې ۴ او بالاخره پرون سریلانکا ته د صفر پر وړاندې پنځه ګُلونه ورکړل.

د دې سیالیو کوربه هېواد، هند په مخکنۍ سیالۍ کې مالدیف ته په درېیو ګُلونو کې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۱۳ میلادي کال کې هم د اسیا د جنوب هېوادونو د فوټبال د اتلولۍ په سیالۍ کې، د هند له لوبډلې سره مخامخ شوې ده.

هغه مهال، افغانستان هند ته د صفر په مقابل کې، په ۲ ګُلونو ماتې ورکړې وه او د مسابقو د اتلولۍ جام یې ګټلی و.

XS
SM
MD
LG