د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

اصف: د افغان سولې بهير په کاميابېدو سره د داعش مخنيوى کېداى شي


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، د جنورۍ په ١٦مه نېټه به د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو لومړۍ غونډه وشي، څو د دې پروسې په اړه په کې تګلاره جوړه او ګډونوالو ته په کې مسؤليتونه وټاکل شي.

نوموړى همداراز وايي چې د افغانستان د سولې پروسه په بشپړه توګه د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ ترسره کېږي او پاکستان به په کې يوازې د سهولت کار رول لوبوي.

خواجه اصف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سنا يا مشرانو جرګې ته کابل ته د دې هېواد لوی درستیز جنرال راحيل شريف د سفر په اړه د تفصيلاتو ورکولو پر مهال وکړې.

نوموړي د تېرې مياشتې په ٩مه اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د بېرته ښه کېدو په لړ کې ګټور وباله او تمه يې وښوده چې د سولې لپاره جوړه شوې څلور اړخيزه کمېټه به ښې نتيجې ورکړي او همداراز يې د پاکستان او سيمې امن، د افغانستان په سولې او امن پورې وتاړه.

ښاغلي اصف همداراز وويل، پاکستان به پر افغان طالبانو زور راوړي چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او ټينګار يې وکړ چې خپله خاوره به د افغانستان پر ضد کارېدو ته پرې نږدي.

دی وايي:

"موږ به خامخا پر هغو افغان طالبانو، چې دلته دي، زور راوړو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې شامل شي او د دې لپاره به موږ له هر هغې وسيلې کار واخلو چې موږ يې کولاى شو. په دې وسيلو کې يوه غټه وسيله دا ده چې که چېرې طالبان زموږ خاوره استعمالوي، نو زموږ خاوره نه مخکې د دې لپاره وه چې هغوى دې د افغانستان پر ضد وکاروي او نه به اوس د دې اجازه ورکړو چې هغوى له دې ځايه داسې فعاليتونه وکړي چې خداى مه کړه هغه د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په تاوان وي."

د اصف په وينا، افغانستان او پاکستان په دې سلا شوي چې لومړى بايد د سولې په پروسه کې له شاملېدونکي طالبانو سره خبرې وشي او هغوى چې دې پروسه کې نه شاملېږي، د هغوى پر ضد به يو ګد چلند غوره کړي.

نوموړي همداراز ادعا وکړه چې ډېرى طالبان غواړي چې د سولې په پروسه کې شامل شي او ټينګار يې وکړ چې د هغو لږ شمېر طالبانو لپاره چې په دغې پروسه کې نه شاملېږي، بايد دا پروسه ټکنۍ او له منځه لاړه نه شي.

خواجه اصف کابل ته د پوځ د لوى درستيز سفر ګټور وباله او ويې ويل چې د دواړو ملکونو تر منځ به دا ډول د لوړو پلاوو رابطې روانې وي.

ښاغلي اصف همداراز په افغانستان کې د داعش د پراخېدونکي نفوذ د مخنيوي لپاره د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کاميابي ضروري وبلله او ويې ويل:

"په تېرو ۱۵ - ۱۶ کالو کې چې د بېلابېلو هېوادونو پوځونو افغانستان کې څه نه دي ترلاسه کړي، نو کولاى شي د مذاکراتو پر مېز هغه ترلاسه کړي. دلته بايد زه دا هم ووايم چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسې کاميابي ځکه ضروري ده چې د افغانستان په ځينو صوبو کې د داعش نفوذ په تېزۍ پراخېږي. نو که چېرې د افغان دولت او طالبانو خبرې کاميابې شي، نو بيا په ګډه د داعش مقابله او مخنيوى کېداى شي."

ښاغلي اصف همداراز د افغانستان د سولې پروسې د بريا په لړ کې د افغان علماوو رول هم مهم وباله او ويې ويل چې هغوى دې د دې پروسې په حق کې فتواوې ورکړي.

د پاکستان د دفاع وزير همداراز سينټ ته وويل چې کابل ته د جنرال راحيل شريف د سفر پر مهال پاکستان او افغانستان د استخباراتي معلوماتو په شريکولو او همداراز د جګپوړو پوځي افسرانو تر منځ د هاېټ لاين له لارې د اړيکو په رغولو سلا شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا د استازو د څلور اړخيزې کمېټې د جوړېدو پرېکړه په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د اسیا زړه کنفرانس پر مهال شوې وه چې د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او استازو په ګډون سربېره په کې د افغانستان ولسمشر هم ګډون کړى و.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG