د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

۱۰ تنه برمته شوي مسافر خوشې شول


۱۰ تنه ملکي وګړي چې په زابل ولایت کې د وسله والو مخالفینو له خوا برمته شوي وو د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو له خوا خوشې شول.

د یاد ریاست په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کسان نن ناوخته د یوه ځانګړي عملیات په ترڅ کې د برمته کوونکو له منګولو خوشې شول او ډېر ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا دغه ۱۰ تنه برمته شوي کسان څه موده وړاندې د کابل- کندهار له لویې لارې څخه برمته شوي وو.

XS
SM
MD
LG