د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د سولې څلور اړخیزه ناسته لومړی اسلام اباد بیا په کابل کې ده


ولسمشر اشرف غني وایي، د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان تر منځ د څلور اړخیزو خبرو لومړنۍ ناسته به په اسلام اباد او دویمه په کابل کې ترسره شي.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغو غونډو د محتوی په اړه بحث له وخته مخکې دی خو ټینګار یې وکړ چې هدف یې په افغانستان کې د دوامداره سولې راوستل دي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د دغو څلور اړخیزو خبرو لومړۍ غونډه به د جنورۍ په ۱۱مه په اسلام آباد او دویمه به یې په کابل کې جوړه شي.

ښاغلی غني زیاتوي:

"دا غونډه په اسلام آباد کې دایرېږي، دویمه غونډه به په کابل کې دایره شي، هدف دا دی چې ژر تر ژره د لارې یوه نقشه د دوامداره سولې لپاره برابره کړو، خو د دې لپاره چې دوامداره سولې ته ورسېږو، اول ضرورت دا دی چې د جنګ په ابعادو باندې وضاحت ولرو."

په ورته وخت کې د اسلام آباد، کابل، بیجینګ او واشنګټن په لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو سیاسي معینان او د افغانستان لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي هم ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې په اړه دا څلور اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړېدونکې ده چې په تېر جولای میاشت کې افغان حکومت له طالبانو سره د اسلام آباد په مري کې د چین او امریکا د استازو په حضور کې مخامخ خبرې وکړې.

د دغو خبرو دویم پړاو د ملاعمر د مړینې له اعلان سره سم لغوه شو، خو کله چې ولسمشر په اسلام آباد کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې ګډون وکړ د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګلې اړیکې ښې شوې او یو ځل بیا د سولې بحثونه راپورته شول.

ولسمشر اشرف غني وایي، کابل ته د پاکستان د لوی درستیز راحیل شریف د وروستي سفر پر مهال چې روانه اوونۍ ترسره شو دا پرېکړه هم شوې چې د سوله خوښوونکو او جنګ خوښوونکو طالبانو تر منځ باید توپير وشي.

ولسمشر وايي:

"تاسو ولیدل چې په درې اړخیزو او څلور اړخیزو بیانیو کې په وضاحت سره دا تفکیک وشو، هغه خلک چې سوله مني هغوی ته به یو سیاسي چوکاټ مطرح شي او هغه کسان چې سوله نه مني، نور به هغوی ته ځای د تحمل نه وي."

که څه هم افغان حکومت له دې وړاندې د سولې په برخه کې د پاکستان په نیت شک څرګند کړی و او زیاته کړې یې وه چې دغه هېواد په خپلو ژمنو کې صادق نه دی، خو دا ځل به معلومه شي چې د سولې په اړه څلور اړخیزې غونډې څومره افغان حکومت ته د باور وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په دوو ډلو وېشل شوي او تر اوسه د دواړو ډلو مسئولینو د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو غونډو په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم نه ده معلومه چې په دغو څلور اړخیزو غونډو کې به د طالبانو استازي هم ګډون وکړي او که نه؟

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG