د غوراوي کمېټه وایي چې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پوره به د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو پیشنهادي غړي حکومت ته معرفي کړي.
دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ خپلمنځي انتخابات هم وکړل چې دین محمد ګران یې د مشر په توګه وټاکل شو.
د غوراوي کمېټه وایي چې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې به ۲۱ کسان د انتخاباتو او ۱۵ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لپاره غوره او ولسمشر ته معرفي کړي.
دغه څرګندونې د غوراوي کمېټې مشر دین محمد ګران د پنجشنبې په ورځ د کمېټې د خپل منځیني انتخاباتو وروسته په کابل کې خبریالانو ته وکړې.
د غوراوي د کمېټې نوي منتخب رییس دین محمد ګران، د کمېټې د اقداماتو په اړه وویل:
"کمېټه مکلفیت لري چې د نوماند شوو کسانو له جملې څخه ۲۱کسان چې قانوني معیار ونه ولري، د انتخاباتو خپلواک او ۱۵ کسان به د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د فهرست په ضمن کې رسماً جمهور رییس ته وسپاري او جمهوررييس به له ۲۱ څخه اووه او له ۱۵ څخه پنځه کسان ټاکي."
د دې کمېټې په غړو کې د یوې ښځې په ګډون د مختلفو دولتي او غیردولتي ادارو غړي شامل دي.
د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو د غوره کولو لپاره د غوراوي کمېټه، څه موده وړاندې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون له خوا جوړه شوه.
سره له دې چې د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې په کار پیل وکړ، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې کمېټې کارد قانون له موادو سره سم نه ګڼي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رييس یوسف نورستاني په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:
"د انتخاباتو د تشکیل، صلاحیتونو او وظایفو قانون په ۱۴مه ماده کې راغلي چې که په دې برخه کې بدلونونه راځي نو د بدلونونو د پیشنهاد صلاحیت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سره دی. له اصلاحاتو سره مخالفت نه لرو، خو چې دا اصلاحات د قانون په چوکاټ کې راشي.دا صلاحیت د قانون سره سم موږ پورې اړه لري."
له دې وړاندې ولسي جرګې هم ویلي وو چې د انتخاباتو کمېسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر د فرمان، له ردېدو وروسته د غوراوي کمېټه قانوني نه ده.
د غوراوي کمېټې دا هم وویل، هرڅوک چې د انتخاباتي کمېسیونونو غړیتوب ته کاندیدیږي، خپل اسناد دې د جدي تر ۲۴مې نېټې ور وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني ویلي چې حکومت چمتو دی د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات، د نوي لمریز کال د اوړی او مني ترمنځ وکړي.
راپور: خان محمد سیند