د بلخ په حوزوي روغتون کې ناروغان او مراجعین د ډاکټرانو له ناسم چلنده شکایت کوي او وايي، له دې سره چې د بلخ د عامې روغتیا ریاست په ډیپو کې د میلیونونه افغانیو په ارزښت دارو موجود دي، خو دوی د یاد روغتون د ډاکترانو په سپارښتنه خپلو ناروغانو ته له بازاره په پیسو دارو پیري.
د بلخ حوزوي روغتون چارواکي هم د یادو ستونزو د یوه برخې په پخلي، سره وايي چې بستري ناروغانو ته ۹۰ سلنه دارو د روغتون له خوا په وړیا توګه ورکول کیږي.
مجیب الرحمن حبیب زی یې په اړه له مزارشریف څخه راپور راکوي: