د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د کابل امنیتي ځواکونو د چاودېدونکو موادو ډکه لارۍ نیولی


د کابل امنیتي ځواکونو د دغه ښار په شمالي دروازه کې د چاودیدونکو موادو ډک لارۍ موټر نیولی دی.

د کابل امنیه قوماندان وايي چې په دغه موټر کې ۱۲.۵ ټنه چاودیدونکي مواد په ډیر مهارت سره د بوسو تر بوجېو لاندې ځای پر ځای شوي وو او د شمال په لوري وړل کیدل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې موټر بم چاودنې شوي او خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د چاودیدونکو موادو ډک دا موټر د افغانستان له پولو څخه د باندې کنټرولیده او ورته وخت په وخت شمال ته د رسیدو هدایت ورکول کیده.

امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي چې د پنجشنبې په ورځ یې له دغه هینو ډوله موټره لیدنه کوله رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو دا موټر د ارغندې په دروازه کې تعقیب او وروسته یې د خیرخانې په کوتل کې ودروله.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"هغه معلومات، شواهد او مدارک چې له نیول شوي کسه زموږ لاس ته راغلي؛ ښيي چې د دې سره ټولې اړیکې له پولي ها خوا څخه نیول کیدلې، ټول مسجونه، لارښونې او د تګ مسیرونه ثابتوي چې دا کس د هېواده د باندې رهنمایي کیده او په اړیکه کې وو."

د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې د امونیم نایټریټو په نامه دا چاودیدونکي مواد د پاکستان په ملتان ښار کې جوړ شوي او د بوسو تر بوجیو لاندې په هینو ډوله موټر کې د غزنې له خوا کابل او بیا شمال ته وړل کیدل.

پولیس وايي چې د دې موادو اندازه ۱۲۵۰۰ کیلو ګرامو ته رسیږي چې که ځای ته رسیدلی وای هرو مرو یې په امنیت بدې اغیزې کولې.

په ماهرانه توګه د چاودیدونکو موادو ډک دا موټر داسې وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس نیول کیږي چې له دې وړاندې تل په هېواد کې دننه د ډيرو چاودیدونکو توکو د شتون راپورونه خپاره شوي دي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د شپې په یوه بجه همداسې لاری ډوله موټر د کابل په کارته نو سیمه کې چې له چاودیدونکو موادو ډک وو چاودلی وو چې د چارواکو په وینا غوښتل یې یو مصؤن ځای ته ځان ورسوي خو له وخته مخکې چاودلی وو.

دغې چاودنې د کابل ښار ولړزاوه چې په کې ۲۰ کسان وژل شوي وو او تر ۴۰۰ ډیر نور په کې ټپیان شوي وو.

ویل کیږي چې د حکومت وسله وال مخالفین په خپلو نفوذي سیمو کې له دا ډول موادو څخه رنګا رنګ بمونه او نور چاودیدونکي شیان جوړوي او د حکومت په وړاندې تر ګټه پورته کوي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG