د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

امریکا غواړي پر ځینو ایراني افرادو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګوي


د امریکا حکومت د ایران د اوږده واټن ویشتونکو توغندېو د پروګرام په تړاو پر ځینو افرادو او شرکتونو نوېو بندیزونو لګولوته چمتووالی نیسي.

خو ایران ټینګار کوي چې د میزایلو پروګرام يې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه نه ده او تهران به دا ګام له نړېوالو قوتونو سره د شوې موافقې خلاف عمل وګڼي.

والسټریټ ژورنال او رویټرز خبري اژانسونه د امریکايي مقاماتو په حواله وايي، واشنګټن پلان لري چې په ایران، هونګ کانګ او متحده عربي اماراتو کې پر هغو اشخاصو او کمپنیو تازه بندیزونه ولګوي چې د ایران د میزایلو په پروګرام کې په یو نه یو ډول رول لوبوي.

امریکايي مقامات وايي، د دې هېواد د خزانې وزارت د ایران او نړېوالو قوتونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې دا حق لري چې د تهران د میزایلو په پروګرام دخیل اشخاص او کمپنۍ په تور لست کې راولي.

پر ایران د نوېو بندیزونو موضوع وروسته له هغې توده شوه چې دغه هېواد د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې یو میزایل تجربه کړ.

ایران ټینګار کوي چې د منځنی واټن ویشتونکو توغندېو ازمیښت او پراختیا د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه نه ده.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي ویلي، که پر ایران نوي بندیزونه لګول کیږي نو دا به د هغې اټمي موافقې خلاف عمل وي چې تهران او د نړۍ ۶ قوتونو په تېره جولايې میاشت کې لاسلیک کړه.

خو پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکي وايي چې په اکتوبر میاشت کې د ایران له خوا ازمویل شوی توغندۍ د منځني واټن نه بلکې لېرې واټن ویشتونکی میزایل و.

امریکا او متحدان يې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ایران له خوا د دغه میزایل د ازمویلو له امله پر تهران نوي بندیزونه ولګوي خو ډیپلوماټان وايي چې د تهران متحدان روسیه او چین به پر ایران د نوي بندیزونو مخه ونیسي.

سپینه ماڼۍ خبرداري ورکوي چې که ملګري ملتونه پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو کې پاتې راشي نو امریکا ښايي له خپل لوري پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG