د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

امریکا په سوریه کې د ملکیانو پر وژل کېدو اندېښنه څرګندوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټانر هغه راپورونه سخت د اندېښنې وړ بللي چې ویل شوي په سوریه کې د عاجلو مرسته رسوونکو؛ روغتیايي کارکوونکو او د ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون سلګونه ملکیان وژل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری د دغه ړندو حملو په اړه خپله اندېښنه له خپل روسي سیال سره شریکه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وویل:

"البته موږ له هغو راپورونو څخه چې په سوریه کې د ولسي خلکو د وژل کېدو د زیاتوالي خبر ورکوي سخت اندېښمن یو. په خاص ډول له هغه وخت راهیسې چې روسیې خپلي حملې په سوریه کې شروع کړي؛ موږ په راپورونو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو زیاتوالی وینو."

مارک ټانر زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته د تېرې اوونۍ د یوې حملې په اړه هم شکایت کړی چې په نتیجه کې يې د زهران علوش په نوم د سوریې رژیم د مخالفینو یو قوماندان چې د سولې د خبرو ملاتړ يې کاوه ووژل شو.

ټانر وویل:

"هغه حملې چې په نتیجه کې يې د سولې طرفداران او بې ګناه کسان وژل کېږي؛ په سوریه کې سیاسي حل لاره ګواښي."

ده وویل، هیله مندچې دغه ډول حملې د هغه نورو کسانو لپاره چې د بشارالاسد مخالفین دي او په دې پروسه کې غواړي ګډون وکړي؛ یو خواشینوونکی پیغام ورنه کړي.

ټاکل شوې چې د بشارالاسد د حکومت د استازو او مخالفینو ترمنځ خبرې په راتلونکي میاشت کې پیل شي.

سعودي عربستان هم د علوش د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې.

نوموړی چې د جیش الاسلام په نوم د یوې مخالفې ډلې مشر و؛ وروسته تر هغه ووژل شو چې سعودي عربستان وتوانید د ده او تر سلو زیاتو نورو مخالفیو ګروپونو ترمنځ د بشارالاسد له رژیم سره د سولې د خبرو لپاره یو توافق رامنځ ته کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پرون په ریاض کې په یوه خبري غونډه کې وویل: "زه نه پوهیږم چې د روسان په ذهن کې څه دي؟"

ده زیاته کړه، که چېرې غواړو په سوریه کې یو سوله ییز حل ته ورسیږو؛ نو موږ باید له ټولو هغه ډلو سره تعامل وکړو چې هغه په تروریزم کې لاس نه لري.

خو روسیه او سوریه ادعا کوي چې لښکر اسلام د علوش په مشري تروریستي فعالیتونه کول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په هغه حملو کې چې د روسیې له خوا په تېر سپټمبر میاشت کې پیل شوي؛ د سلګونو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۳۰ زره کسانو خپل کورنه پریښي.

مسکو د علوش د وژل کېدو په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې؛ خو هغه راپورونو یې په کلکه رد کړي چې د عفوې نړېوال سازمان، بشري حقوقواو د بشري حقوقو د څارنې سازمان په سوریه کې د روسیې په حملو کې د وژل شوو ملکیانو په اړه خپاره کړي.

مسکو ټنګار کوي چې په سوریه کي د روسې په حملو کې ترهګر په نښه کیږي او له ملکي خلکو څخه حمایت کوي.

خو امریکا او نورو غربي هېوادونه ټنګار کوي چې په دغه حملو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ځای چې مسکو يې د په نښه کولو ادعا کوي؛ تر ډېره د بشارالاسد مخالفین په نښه کېږي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG