د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

سږکال یو میلیون کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته اوښتي


د ملګرو ملتونو د کډوالو نړېواله اداره وايي؛ سږکال څه باندې یو میلیون کډوال او پناه غوښتونکي د مدیترانې په سمندر کې اروپا ته رسیدلي دي.

د دې شمېر ترنیمايي زیات هغه خلک دي چې په سوریه کې له روانې کورنۍ جګړې تښتې ته مجبور شوي دي.

دا د ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله، د کډوالو او پناه غوښتونکو په شمېر کې پینځه برابره زیاتوالی څرګندوي.

د ملګروملتونوسازمان وايي چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې دوه لکه او نولس زره کسان د مدیترانې له اوبو څخه اروپا ته اوښتي.

ملګري ملتونه وايي، دا خلک پرسمندر چې خطرناکه لار ده؛ اروپا ته تېر شوي او د دوی ستره برخه د نړیوالې ټولنې له لورې امنیت ته بیړنۍ اړتیا لري.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اروپا ته د زرګونو داسې کورنیو ورتګ چې له جګړې او تشدده تښتي؛ د زیاتو اروپايي دولتونو ترمنځ اختلافي نظرونه پیدا کړي دي.

اروپايي دولتونه پر دې چې له پناه غوښتونکو او کډوالو سره څه ډول چلند وشي؛ مختلف نظرونه لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي چې سږ کال، لږترلږه یو میلیون او پینځه سوه او درې اویا ۱۰۰۰۵۷۳ غیرقانوني کډوال پر مدیترانه اروپا ته تېر شوي دي او لږترلږه درې زره اوه سوه پینځه دېرش ۳۷۳۵تنه په سمندر کې مړه شوي یا لادرکه دي.

سږکال په اروپا کې د پناه غوښتونکو له ډلې نږدې ۸ نیم لکه کسان یونان ته تر رسېدو وروسته، نورو اروپايي هېوادونو ته تېر شوي دي.

دوهم اروپايي هېواد چې ډیر کډوال او پناه غوښتونکي ورغلي ایټالیا ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري دا تازه خپرې شوې شمېرې څرګندوي چې د سوریې ۵ کلنې کورنۍ جګړې په نړۍ کې پر مهاجرتونو او پر اروپايي هېوادونو څومره اغیز کړی دی.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې لږترلږه دوه نیم لکه کسان په سوریه کې په روانه کورنۍ جګړه کې وژل شوي دي.

د دې بحران له امله لږترلږه ۴ میلیونه کسان نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د سوریې خلک تر ډېره حده په لبنان، اردن، ترکیه او ځيني نورو سیمه ییزو هېوادونو کې پراته دي. ملګري ملتونه وايي چې د روان کال په پسرلي کې زیاتو کورنیو اروپا ته مخه کړه.

سږ دوبی یوازې په جون کې ۵۰ زره کسان پر مدیترانه اوښتي وو؛ خو تر سپټمبر پورې یې شمېر یونیم لکو کسانو ته لوړ شو.

د دې پناه غوښتونکو شمېر په اکټوبر کې بې سارې حد ته ورسېد او ملګري ملتونه وايي چې یوازې په دې میاشت کې ۲۱۸ زره کسان اروپا ته تښتېدلي دي.

ملګري ملتونه وايي، تر سوریې وروسته، افغانستان د نړۍ دوهم هېواد دی چې ډير وګړي یې د سمندر له لارې اروپا ته تښتیدلي دي.

سږکال اروپا ته د رسېدلو پناه غوښتونکو او کډوالو ۲۱ فیصده افغانان دي.

د پاکستان، نایجریا، سومالیا، سوډان، ګامبیا، مالي او یو شمېر نورو افریقايي هېوادونو خلک هم اروپا ته تښتیدلي دي.

ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې که په سوریه کې د روان بحران د حل لپاره هڅې همداسې، متزلزلې پاتې شي؛ راتلونکی کال به هم د هغو کسانو شمېر زیات وي چې د سمندر له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي.

په عین حال کې، د اروپايي اتحادیې په ځينې هېوادونو کې د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو ضد شعارونه نه دي کم شوي.

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زېمن، د روانې اونۍ په پيل کې وویل چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د داسې سترو جوپو ورتګ، په زغرده د ډله ایز اشغال هڅه ده.

د هنګري حکومت هم د غیرقانوني پناه غوښتونکو پر ضد سخت دریځ خپل کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې او د اروپا شورا د هنګري پر صدراعظم انتقاد کړی چې هغو کسانو ته چې په خپلو هېوادونو کې د جګړې او بحران له امله تښتي؛ د هغوی د دیني عقایدو او د پيداکېدو د ځای پر اساس د جنایتکارانو، اشغالګرو او تروریستانو په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG