د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

بلخ: د معلولینو او شهیدانو پر ۱۲۰ کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې


د ماین پاکۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر نن په مزارشریف کې د انفجاري حملو او له جنګ څخه د پاتې شویو نا انفلاق شویو ماینونو له انفجار قربانیانو څه باندې ۱۲۰ کورنیو سره ژمنۍ مرستې کړې.

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د دفتر مشر عبدالوکیل وايي چې هغه ۱۲۲ کورنیو ته یې خوراکي او غیر خوراکي ژمنۍ مرستې وېشلي دي چې تېر کال په ترځ کې یې د انفجاري حملو او یا هم له جنګ څخه د پاتو نا انفلاق شویو ماینونو د انفجار له امله یې د کورنۍ غړي معلول شوي او یا هم شهیدان شوي دي.

د هغه په خبره چې دا مرستې یې د بلخ ولایت د ۱۴ ولسوالۍ اوسېدونکو ته چې د دوی د سروې پر اساس مستحق شمېرل شوي وو؛ وېشلي دي.

عبدالوکیل یې په اړه وویل:

"دا مرستې ۱۲۲ کورنیو ته چې د نا چاودېدلو شویو ماینونو د انفجار او یا هم د انفجاري حملو قرباني شوی دي؛ ووشل شوې او دا لړۍ په تر درېیو نورو کلونو هم داوم لري."

وکیل وايي چې د ملګرو ملتون د ماین پاکۍ څانګې دفتر یوه اساسي دنده؛ له جنګ پاتې د نا چاودېدلو مایونو د انفجار او د انفجاري حملو قربانیانو ته مرسته رسول دي.

د هغه په خبره چې د تېرو سلو کلونو په ترځ له جنګ د پاتې شویو نا انفلاق ماینونو د انفجار له امله د ۳۰۰۰ کورنیو ځيني غړي یا شهیدان شوي او یا هم معلول شوي دي.

نعمت الله هغه ۳۷ کلن کس دی چې تېر کال یې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په مرکز کې د یوې انتحاري حملې په ترځ کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه. دی وايي چې د کار کولو وړتیا نه لري او دولت هم د هغوی د سیمې د معلولینو د ژوندانه وضعیت ته بې پامه پاتې شوی دی.

نوموړی د فقر او د کار زمینې له نشتون څخه سر ټکوي:

"دولت موږ ته هېڅ کار نه دی ترسره کړی؛ هېڅ ډول مرسته یې له موږ سره نه ده ترسره کړې؛ باید یې موږ ته د کار زمینه مساعده کړې وای او همدارنګه زموږ ژوندانه ته پاملرنه وکړي."

لیلی د هغه ښځې مستعار نوم دی چې ورور یې د مزار- سمنګان په لاره د نا معلومه کسانو له خوا وژل شوی او ترې ۵ بچیان یتیم پاتې شوي دي او د ژوندانه په بد وضعیت کې اوسي.

لیلي وايي چې دولت د شهیدانو د کورنیو غړو او همدارنګه د معلولینو ژوند ته هېڅ ډول پاملرنه نه لري.

هغې یې په اړه آزادي راډیو ته داسې وویل:

"ورور مې ووژل شو، هېڅ په دې نه پوهیږم چې چا مړ کړ، هغه د سکارو د کان یو کارکونکی و؛ اوس ترې ۵ یتیمان پاتې دي او د بې سر نوشتۍ په حالت کې اوسيږي."

په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې دفتر په مزارشریف کې د معلولینو او شهیدانو څه باندې ۱۲۰ کورنیو ته ژمنۍ مرستې وشي چې په همدې ولایت کې د شهیدانو د کورنۍ غړي او معلولینو د دولت له لرو د دوی د حقوقو او امتیازاتو له نه ورکولو څخه شکایت لري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG