د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ولسي جرګې د انسان د قاچاق د مخنیوي د نړیوال کنوانسیون یوه ضمیمه تصویب کړه


د افغانستان ولسي جرګې د انسان د قاچاق د مخنیوي د نړېوال کنوانسیون یوه ضمیمه او له افغانستان سره د ترکیې د مالي او پوځي همکاریو سند تصویب کړ.

د ځمکې، اوبو او هوا له لارې د انسان د قاچاق مخنیوی؛ په کوربه هېوادونو کې د کډوالو حقونه، د کډوالۍ د مجبوریتونو څېړل او په دې برخه کې له ځايي هېوادونو سره مرستې کول؛ د انسان د قاچاق د مخنیوي د نړېوال کنوانسیون په ضمیمه کې شامل او ولسي جرګې پرې د چهارشنبې په ورځ بحثونه وکړل.

د یاد نړېوال کنوانسیون ضمیمه په دې وروستیو کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته د تصویبولو په مقصد سپارل شوې وه.

د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد وویل؛ په هرې نړېوالو تفاهمنامه کې د لاسلیک کوونکي هېواد له خوا د شرط اېښودلو حق خوندي وي او دغه ضمیمه هغه مهال د افغانستان په ګټه ده چې په بهرنیو هېوادونو کې؛ د افغان کډوالو حقونه خوندي وي:

د دې پروتوکول اته لسمه ماده د تشویش وړ ده؛ دا ماده د کډوالو کوربه هېواد ته حق ورکوي چې کډوال له خپلو خاورو وباسي.

موږ باید د حق شرط څخه کار واخلو. له اتلسمې مادې پرته نور ټول پروتوکول د منلو وړ دی."

د بحثونو وروسته، د یاد کنوانسیون په ضمیمه کې وړاندې شرط شامل شو. د جرګې د بحث دوهمه موضوع له افغانستان سره د ترکيې د مالي او پوځي مرستو تفاهمنامه وه.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون رييس محمد عمرننګیالی د دغې تفاهمنامې جزییات داسې بیان کړل:

"د دې تړون له مخې د ترکیې هېواد د افغانستان لپاره څلور میلیونه او اوه لکه ترکي لېرې ځانګړي کړي؛ دا مرسته به په افغانستان پر پوځي کورسونو؛ رسمي سفرونو، وسله وال پوځ ته د خوراکي موادو او همدارنګه په کابل کې د عسکري لیسې او حربي ښوونځي د سونګ موادو په اماده کولو ولګول شي."

پر دې موضوعګانو د رای ګیرې وروسته د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي چې په دې ورځ یې د جرګې مشري کوله وویل:

"پر دواړو موضوعګانو رای ګیري کیږي؛ موافق او مخالف دي د کارتونو په ذریعه رای اظهارکړي. د رایو په اکثریت تصویب شول."

افغانستان په وروستیو څه باندې دیارلسو کلونو کې د نړۍ له څه باندې دولسو هېوادونو سره موافقنامې او سټراټیژیک سندونه لاسلیک کړي چې ایټالیا، اسټرالیا، جرمني، هندوستان، امریکا او داسې نور په کې شامل دي؛ خو خلک وایي، څرنګه چې لازمه ده پر دغو تړونونو عمل نه دی شوی.

دوی وايي، افغانستان باید دا ظرفیت ومومي چې پر لاسلیک کوونکو هېوادونو تاکید وکړي چې د دې سندونو مواد عملي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG