د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

په غزني کې ټرافيکي پېښې ۲۶ تنه مړه او ټپیان کړل


نن چهارشنبې تر غرمې مخکې د کابل کندهار پر لويه لاره يو مسافرو وړونکی موټر له بل ټېلر سره ټکر شوی دی چې په کې درې تنه مسافر مړه شوي او درويشت نور زخميان دي.

په زخمي شويو کسانو کې د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

چارواکي وايي، له کندهاره را روان د احمد شاه ابدالي کمپنۍ له مسافرو ډک څلور سوه څلور ډوله موټر تر غزني ښار راتېر شوی وو چې د روضې په سيمه کې له يو ټېلر سره جنګېدلی او درې تنه مسافر يې وژلي دي.

په دغه ټکر کې له کندهاره کابل ته روان ۲۳ تنه نور مسافر زخمي شوي هم دي.

د غزني د ټرافيکو مدير محمد الله احمدي وايي، ټکر د موټر چلوونکو د بې‌غورۍ له امله شوی دی.

دی وايي، د پېښې په زخميانو کې يوه ښځه هم شامله ده او د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کابل کندهار پر لويه لاره وخت ناوخته دې ته ورته پېښې کېږي چې زيات وخت په کې ګڼ شمېر مسافر مړه يا زخميان شوي وي.

پر دغه لويه لاره تر ټولو زيات ټکرونه د احمد شاه ابدالي په نامه د ټرانسپورټي شرکت مسافر وړونکي موټر کوي.

XS
SM
MD
LG