د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

مؤحد: په تېرو ۹ میاشتو کې د نشه یې توکو ۵۹۸ قاچبران نیول شوي


د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد عدليي او قضایي مرکز وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودې.

د دې مرکز ویاند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دغه موده کې یې د مخدره توکو سلګونه قاچاقبران نیولي او لسګونه ټنه مخدره مواد کشف او ضبط شوي دي.

خو په ولسي جرګه کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمېسیون غړي بیا وايي چې حکومت لا تر اوسه هم نه دی توانېدلی چې د مخدره موادو ستر قاچاق کوونکي ونیسي.

که څه هم تل داسې انتقادونه موجود دي چې افغان حکومت د نشه یې توکو د سترو قاچاق کوونکو په نیولو کې پاتې راغلی، خو د نشه یي توکو په ضد عدليي او قضايي مرکز وايي چې امنیتي او کشفي ارګانونو په تېرو نهو میاشتو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۵۹۸ تنه نیولي دي چې یو شمېر جنرالان هم په کې شامل دي.

د دې مرکز ویاند احمد خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نیول شوو کسانو کې ۳۷ تنه د عامه خدماتو کارکوونکي، ۱۳ ښځې او دوه بهرني اتباع شامل دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه:

"د تېرو نهو میاشتو په جریان کې په ټولیزه توګه د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ۵۹۸ تنه له ۴۳۷ جرمي قضیو سره عدلي او قضايي مرکز ته انتقال شوي چې د مخدره موادو او مسکراتو پرضد د قانون په رڼا کې دوسیې څیړل شوي، په دغو کسانو کې ۳۷ تنه د عامه خدماتو کارکوونکي، ۱۳ ښځې او دوه بهرني اتباع شامل دي."

ښاغلي مؤحد زیاته کړه چې له دې جملې څخه د ۴۰۵ جرمي دوسیو ته رسیده ګي شوې او ۵۹۰ تنه په بېلابېلو جزاو محکوم شوي دي.

د ده په وینا چې په نیول شوو کسانو کې ښوونکي، د دولت کارکوونکي او جنرالان شامل دي، خو ښاغلي مؤحد په دې اړه د چا نوم وانخېست او نه یې هم څرګنده کړه چې په نیول شوو کې د لوړې درجې قاچاق کوونکي شامل دي او کنه؟

د نشه يي موادو په ضد عدليي او قضایي مرکز وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې امنيت او کشفي ارګانونو څلورنیم ټنه هیروین، ۱۹ کیلوګرامه مروفین، ۲۴ ټنه تاریاک، ۱۵۸ ټنه چرس، دونیم ټنه کیمیاوي مواد، ۳۴۶۷ لیټر تیزاب او ۱۳ زره لیټره الکولي مشروبات کشف او له منځه وړي دي.

د دې مرکز چارواکي وايي چې په یاده مواده کې یې لسګونه میله بېلابېلې وسلې، مرمۍ، ټیلیفونه او ۲۵۷ عرادې وسایل هم نیولي دي.

خالد مؤحد زیاتوي چې تېرکال په همدومره موده کې د مخدره موادو ۴۹۰ تنه د مخدره موادو قاچاق نیول شوي و.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېرغړي د نشه يي توکو پر ضد عدليي او قضایي مرکز او په دې برخه کې د اړوندو ارګانونو لاس ته راوړنې د اهمیت وړنه بولي.

د دې جرګې د مخدره موادو پرضد د مبارزې کمېسیون غړی پیربخش ګردیوال وايي، د مخدره موادو د سترو قاچاق کوونکو د نیولو په برخه کې د حکومت هڅې ناکامې دي.

ښاغلي ګردیوال زیاته کړه:

"په دې کې شک نشته چې یو څو واړه قاچاقبران به یې نیولي وي، خو لوی قاچاقبران چې له نیول کېدو وروسته د چارواکو له خوا خوشې کیږي او په بهر ملکونو کې خپلې مزې کوي او په بدل کې د غریب زوی په پیسو اخلي او د قاچاق کوونکي پرځای یې په زندان کې اچوي چې په دې برخه کې زموږ له کمېسیون سره ثبتونه او اسناد شته."

ښاغلي ګردیوال سپارښتنه کوي چې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق نړېوال ریښه لري چې باید له دې پدیدې سره په نړېوال کچه د سیمې او نړۍ هېوادونه کلکه او جدي مبارزه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG