د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د پنجاب پوليسو له داعش سره د تړاو په تور ٦ کسان نيولي


د پاکستان په پنجاب ايالت کې امنيتي چارواکي وايي چې د دې ايالت د ترهګرۍ ضد ادارې پوليسو له داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور شپږ مشکوک کسان نيولي او له هغوى څخه يې بارودي مواد هم ترلاسه کړي.

د دې ايالت امنيتي او دولتي چارواکي وايي چې دا کسان يې د پنجاب ايالت د سيالکوټ په ډسکه او ځينو نورو سيمو کې د دقيقو استخباراتي معلوماتو په بنسټ نيولي او ادعا کوي چې له دغو مشکوکو کسانو څخه يې وسلې او د داعش وسله والې ډلې تبليغاتي سي ډيانې او نور مواد هم نيولي دي.

امنيتي ځواکونو په داسې وخت کې په پنجاب کې له داعش ډلې سره په تړاو د مشکوکو کسانو د نيولو خبر ورکړى چې د پاکستان دولتي چارواکي په دې وروستيو کې په دې هېواد کې د داعش وسله والې ډلې شتون ردوي او ټينګار کوي چې دې ډلې ته به په دې هېواد کې د پښو اېښودو ځاى ورنه کړي.

له بلې خوا بيا د پنجاب ايالت د قانون صوبايي وزير رانا ثناء الله د سې شنبې په ورځ ناوخته په لاهور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې تاييد کړه چې د ترهګرۍ ضد ادارې پوليسو په پنجاب کې له داعش سره د تړاو په تور شپږ کسان نيولي.

ثناء الله زياته کړه چې دغو کسانو د انټرنېټ له لارې په شام کې له داعشيانو سره اړيکې نيولې وې او همدا راز يې پنجاب کې د دغې ډلې خلافت ته تبليغ کاوه او ځوانان يې شام ته تلو ته هڅول:

ثناء الله همدارنګه وویل:

"دغو کسانو د واېبر له لارې هلته شام کې د ابو معاويه په نامه له يوه سړي سره چې ښايي خپل نوم يې بل څه وي، اړيکې ټينګې کړې وې، پرله پسې خبرې به يې ورسره کولې او په دې هڅه کې وو چې هلته لاړ شي يا له هغوى سره يو ډول اړيکې ټينګې کړي چې بيا وروسته دلته ترهګريزې پېښې ترسره کړي."

ښاغلي ثناء الله د دغو شپږو مشکوکو داعشيانو نيونه د ترهګرۍ ضد ادارې د پوليسو ستره کاميابي وبلله او ويې ويل چې له مشکوکو داعشيانو څخه يې پلټنې پيل کړي څو د هغوى نور ملګري هم وموندل شي.

په دې وروستيو کې له تحريک طالبان پاکستانه ځينو جلا شوو ډلو او همدا راز د جندالله په نامه وسله والې ډالې په شام او عراق کې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ له داعش وسله والې ډلې سره بيعت اعلان کړى دى.

د پاکستان په پنجاب ايالت کې امنيتي چارواکيو په داسې وخت کې له داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور ځينې کسان نيولي چې په دې وروستيو کې له پاکستان سره پر پوله د ګاونډي هېواد افغانستان د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې د دغې ډلې فعاليت ډېر شوى چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د سياسي او پوځي چارو کارپوهان داعش ډله د افغانستان، قبايلي سيمو او پاکستان د امنيت لپاره ستر ګواښ بولي او پر اسلام اباد او کابل غږ کوي چې د دغې ډلې د فعاليتونو د مخنيوي او ځپلو لپاره دې همکاري او ګډې هلې ځلې وکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG